په قطر کی د سولی خبری اتری (مذاکرات) هم  فرصت او هم  خطر

په ګران هیواد افغانستان کی د اوږدی مودی جګړی په درشل کی اوس په جنګ کی ښکیلی خواوي دی ته لیواله او یا اړ کړل شوی دی چی د دغی جګړی لپاره سولیز حل پیدا کړی. د همدی موښی د تر لاسه کولو په  خاطر د افغانستان حکومت او طالبانو استازي د قطر په پلازمینه دوحا کی خپلمنځی خبرو اترو ته د یو میز په شاه او خوا راټول دی (الحمدلله).
 
دا په داسی حال کی ده چی په افغانستان کی د افغانانو پر خلاف له یوی خوا د طالبانو بریدونو او د بلی خوا داخلی ناامنیو (غلا، اختطاف او قتل) ځور اخیتسی دی او د افغانستان ولس د دا ډول تاوتریخوالو ظالمانه او غیری عادلانه حرکتونو بیه پری کوی او د پردیو او مفسدو چارواکو د شخصی ګټو قربانی کیږی. دغه راز پاکستان هم د ډیورند په کرښه هره ورځ نظامی نښتی کوی، افغان امنیتی ځواکونه او ملکی وګړي شهیدانوی او په لسګونو کلیومتره ځکمی د خپلی ولکی لاندی راولی، چی په ډیریو حالاتو کی لا ورته افغان حکومت چپ پاتی شوی.
 
دا یوڅرګند حقیقت دی چی د فغانستان جګړه کورني او بهرنی عوامل لری او حل یی دقیقا په جګړه کی د ښکیلو بهرنیو او داخلی لورو هر اړخیزو خبرو اترو، دیپلوماتیک ډیالوګ او سیاسی تفاهم ته ضرورت لری ځکه پوهان وایی چی [جنګ ګټونکی نلری او سوله بیلونکی نلری] او د پښتومتل دی چی وايی  [که سل کاله جګړه وکړی نو بیا به هم خبروته کښینی]. او د نیکه مرغه افغانان هم اوس په دی پوه دی چی دوي د پردیو په نیابت د پردیو ګټو د تامین په خاطر پخپل هیواد کی جګړه مخ ته وړی او قربانی یی افغان ولس ورکوی.
 
د قطر مزاکرات باید  ولی فرصت و ګڼل شی؟
د پورته شرایطو په پام کی نیولو سره او دی حقیقت ته په کتو سره چی د نن نه وړاندی د افغانستان په جګړه کی نه ښکیلو زبرځواکونو، نه پخوانیو افغان حکومتونو او نه یو تعداد طالبانو دا غوښتل چی په افغانستان کی دی دا اوږدمهاله روانه جګړه او ناورین د سیاسی تفاهم له مخی په سوله بدل شی او تقریبا ټول مطرح قوتونه په افغانستان کی د سیاسی او امنتیتی ثبات (سولی) په عوض جنګ ته ژمن ول،  پداسی حال کی چی اوس لږترلږه د ډیرو بهرنیو مطرحو هیوادونو، موجوده افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دا اراده رامنځته شوی او افغان ولس خو لا د پخوا څخه د سولی د راتګ او ټینګښت لپاره تږی ناست دی، نو ځکه خو په قطر کی د افغانانو ترمنځ د نییغ په نیغه سیاسی ډیالوګ او خبرو اترو ته زمینه برابره شوه او په همدی دلیل ویلی شو چی د قطر مزاکرات د افغانانو لپاره یو فرصت دی چی اختلافات یوی خوا ته کړی،  یو او بل ته بخنه او ګذشت وکړی، یو او بل ومنئ او  په افغانستان کی د یوځای اوسیدلو او د ولس د سوکالۍ په موخه د یو او بل سره  د ګډ کار کولو تعهد  وکړی، د اسلام مبین دین او افغان تاریخی هویت په مشترکو ارزشتنو سره راټول شی او په ګران هیواد کی دا روان ناورین ته د پای ټکی کیږدی. دوي باید په دی هم پوه شی چی یو شمیر بهرنیان به د خپلو ګټو په خاطر د سولی د روند سره خوښ نه وي او هڅي به کوی چی د سولی پروسه ټکنۍکړئ، ولی د افغانستان حکومت او طالبان باید  په افغانستان کی د نړیوالو مشروع ګټو ته په پام سره دوي ته قتاعت او ډاډ ورکړی چی د افغانستان خاوره به د دوي په ضد نه استعمالیږی او د دوي سره به مو اړیکی د یو او بل خپلواکۍ او ملی حاکمیت ته په متقابل احترام ولاړی وي. په دی لړ کی باید د افغانستان ولس، حکومت او طالبان راز راز هلی ځلی وکړی او په ځانګړی توګه د افغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غنی لویه قربانی ورکړی ترڅو د نړۍ په تاریخ کی د شرق لپاره د نیلسن مانډیلا او یا د جنوبی اسیا د دوهم ګاندی لقبونه خپل کړی.
 
د قطر مزاکرات ولی خطر رامنځ ته کوی؟
په دوحه کی د سولی مزاکراتو څخه لاندینۍ پیلي اټکل کیږی:
۱.په تیوریتیکه (نظریاتی) توګه د افغانستان ولس یوه لویه برخه چی قاطع اکثریت ورته ویلی شو دا هلیه لری چی حکومت او طالبان به په موجوده نظام کی د ښاغلی محمد اشرف غنی په مشرۍ د واک په عادلانه ویش موافقه وکړی، دایمی اوربند به اعلان او قایم شی، د دوه یا دریو کالو په ترڅ کی به په اساسی قانون کی اړونده تعدیلات رامنځ ته شی او په همدی موده کی به طالب وسلوال ځواکونه په موجوده امنیتی او دفاعی اورګانونو کی مدغم شی او بالاخره د موجوده منتخب حکومت د دوری په پای کی به ولمشریزی ټاکنی ترسره شی او نوی ولسواکه حکومت به رامنځ ته شی. که په دی ټاکنو کی طالبان بریالی نشي نو بیا دی هم په حکومت کی د دوي ونډه ثابته وي ترڅو د بیا بغاوت مخنیوي وشي لکه ښاغلی عبدالله عبدالله او متحدین يي چی په ټاکنو کی د شکست سره سره بیا هم په نظام کی شریک شول.
 
۲. بله نظریه چی په اوسنیو شرایطو کی شاید نسبتا عملی بڼه ولری (ځکه چی د سیمی هیوادونه او طالبان یی غوښتنه کوی) دا ده چی د موجوده نظام ملکی او نظامی اداری به پخپل ځای پاتی وي، د حکومت د رهبرۍ په کچه به تغیرات راشی او موقته اداره چی مشری به یی طالبان یا بل داسی یو شخص کوی چی ټولو مطرحو خواو ته د منلو وړ وي. اوربند به تامین شی، د دوه یا دریو کالو په ترڅ کی به په اساسی قانون کی اړونده تعدیلات رامنځته شی او په همدی موده کی به طالب وسلوال ځواکونه په موجوده امنیتی او دفاعی اورګانونو کی مدغم شی او بالاخره افغان ولس به یا د ولسمشریزو ټاکنو د لاری او یا د اهل حل عقد شوری په دایریدو سره په افغانستان کی نوی سیاسی نظام ته حقوقی ماموریت او دنده ورکړي.
 
۳. خبری اتری به بی نتیجی پای ته ورسیږی او کورنی جګړه به بدون د درنګ څخه دوام کوی. بعضی زبرځواکونه او ځینی د سیمی هیوادونه به طالبان لاپسی حمایت کړی، شاید چی امریکا هم د موجوده منتخب حکومت سره خپلی مرستی قطعه او یا کمی کړی او په پایله کی به نظام سقوط وکړی او په ډیر لوی احتمال سره  به د ۱۹۹۰می لسیزی ناوړه پیښی یو ځل بیا په هیواد کی تکرار شی.
 
زما، زما د دوستانو او په لویه کچه د نورو هیوادوالو په اند په افغانستان کی د یو مطمن سیاسی او امنیتی استقرار رامنځته کیدو او اقتصادی پرمختګ لپاره د پورته ذکر شویو نظریو څخه لمړنۍ نظریه ډیره ایډیال، مثالی او نمونه يي بڼه لری او دوهمه یی هم د دریمی په څیر د یو څه ځنډ وروسته په افغانستان کی د جګړی تداوم زیږوي او دا هغه څه دی چی یو شمیر نړیوال زبرځواکونه او په ځانګړی توګه همسایه هیوادونه یی په افغانستان کی د خپلو ګټو د تامین په موخه غواړی، بنا ویلی شو چی د قطر مزاکرات په افغانستان کی د دوامداره جګړی او لا زیاتی بی ثباتۍ خطر هم رامنځ ته کولای شئ.
 
 پوښتنه دا ده چی ولی دوهمه نظریه هم د دریمی په شان د لږ ځنډ نه وروسته  جګړه زیږوي؟ ځواب یی دادی چی د موقتی اداری په رامنځته کیدو سره د حکومت  په ټول سیاسی چوکاټ کی او دغه راز ملکی او نظامی ادارو کی فریکی او معنوی  تغیرات صورت نیسی او په اساسی قانون کی به هم تعدیلات رامنځته کیږی نو دا ټول هغه معضلات دی چی د افغان ولس او سیاسی احزابو تر منځ عقیده وي، مفکوره وي، قومی، ژبنی او سمتی اختلافات راپاره وي او د بلی خوا د هر سیاسی روند دایرول  مثلا د اساسی قانون د تعدیل لویه جرګه راغوښتل مالی لګښتونه د ځانه سره لری چی د افغانستان حکومت یی په مستقله توګه مالی  توانایي نلری او د بهرنیو هیوادونو مرستو ته به لاس غزه وي، پدی توګه به د افغانستان داخلی چارو کی د بهرنیو هیوادونو مستقیمی لاسوهنی ته زمینه برابریږی او د هغوي غیری مشروع غوښتنی او فرمایشات به منی کوم چی په پایله کی نفاق او جګړه زیږوي. دا احتمال هم د حقیقت نه لری ندی که چیری طالبان دپوره صداقت له مخی د لمړۍ نظریی پر بنیاد په حکومت کی شریک شی او د دوي نظامی قوتونه د حکومت یوه برخه وکرځی، بیا به هم ځنی نړیوال ابرقدرتونه او د سیمی یو شمیر هیوادونه کوښښ وکړی چی د داعش، خټک طالبانو او یا نورو ملیشو د لیکو په تقویت سره په افغانستان کی جګړی ته د خپلو ګټو د لاسته راړلو په موښه دوام ورکړی. ولی که حکومت او ملت اګاه وی، طالبان او حکومت یو او بل ومني او د نوري نړۍ سره هم فعاله ډیپلوماسی تامین کړی، د دا ډول خطراتو مخه هم نیول کیدای شئ.
 
په پای کی غواړم چی د نړۍ په سیاسی نقشه کی د افغانستان جیوپولیتیک موقیعت ته په کتو سره په افغانستان کی د بهرنیو هیوادونو ګټو او د قطر د سولی مزاکراتو د فرصت په چوکاټ کی د فغانستان ګټو ته یوه لنډه اشاره وکړم که څه هم دا موضوع ژور بحث، تحلیل او بیلی لیکنی ته اړتیا لری:
 
د بهرنیانو ګټي: یو شمیر نړیوال زبرځواکونه غواړی چی په فغانستان کی د جنګ او جکړی د دوام له طریقه  خپل نظامی شتون په سیمه کی په اوږدمهاله توګه تضمین کړی ترڅو د همدی نظامی موجودیت پواسطه وکولای شی چی په سیمه کی خپل متقابل سیالان یا مات کړی او یا خو یی د کنټرول لاندی ونیسي او دغه راز د ځان لپاره د خپلوهیوادونو په دننه کی امنیتی خطرات راکم کړی، جګړه د خپلو هیوادونو ن بهر وساتی  او د پردیو په خاوره خپل استعمار او استثمار حاکم کړی. دغه راز یو شمیر نور ابرقدرتونه په ورته توګه غواړی په افغانستان د پخوا په څیر خپل سیاسی او اقتصادی کنټرول د جنګ د لاری وساتی. باید و وایم چی د سیمی هیوادونه په ځانګړی توګه همسایه هیوادونه غواړی چی په افغانستان کی د جنګ د تداوم په واسطه او یا د خپلو لاسپوڅو چارواکو په واسطه د افغانستان د اوبواو نورو طبیعی زیرمو څځه د پخوا په څیر مفته استفاده وکړی او په افغانستان کی د  یو واحد قوی سیاسی نظام، قوی اردو او قوی اقتصاد په نه شتون کی د افغانستان په خاوره تدریجی ولکه وکړی او خپل صنعتی او زراعتی محصولات په افغانستان وپلوری او په بدل کی یی خام مواد د افغانستان نه په اندکه بیه ترلاسه کړی، افغان ځوانان او په خاصه توګه نجوني باید لوړی زدکړی ونکړی او په دی توګه مریضان مو د دوي روغتونونو ته انتقال شی، دغه راز په داخلی او بهرنی سیاسیتونو کی د دوي تابع واوسو او داسی نوري د استعمار او استثمار غوښتنی یی ومنو.
 
د افغانستان ګټی:
په هیواد کی د یو مرکزی او خپلواکه سیاسی نظام شتون (خپلواکی)، پخپله خاوره خپله واکمنی ( د ملی حاکمیت لرل)، د نړۍ په سیاسی نقشه کی ستا د هیواد حدود معلوم او هغی ته نړیوال احترام (ځمکنۍ بشبړتیا لرل)، د اساسی قانون درلودل اوهغی ته احترام، د ملکی، امنیتی او نظامی ادارو درلودل او د هغوي پیاوړی کول، د قوی اقتصاد درلودل چی په داخلی صنعت، زراعت، مالدارۍ، نړیوال تجارت، طبیعی زیرمو استخراج، د روانو ابو په کنترول او مالیاتی سیستمونو ولاړ وي، دوکړو لپاره په عصری سیستمونو سمبال  ښوونه او روزنه او د لوړو زدکړو شرایط برابرول، د بشر حقوقو او د بیان ازادۍ ته احترام، په چاروکی د ښځو فعاله ونډه درلودل، دینی او فرهنګی ارزشتونو (ملی نومیسو) ته احترام او ساتنه ټول هغه ملی ارزشتونه اوملی ګټی دی چی  تل باید ورته د سرې کرښي په توګه وکتل شی او هیڅ وخت په هیڅ قیمت پر دوي معامله ونشي حتی داسی باید ومنل شئ که دا ارزشتونه نه وي نو افغانستان به هم نه وي.