د درنو حاجیانو د پام وړ

دا چی یو ځل بیا د لوی څښتن تعالی په امر د حج د فریضی د ادا کولو وخت را رسیږی او د ګران هیواد قدرمن حاجیان د دی سپیڅلی او خوندور عبادت د ادا کولو لپاره تیاری نیسی، غواړم چی د خپل تیر کال د حج د سفر خپلی تجربی د هیواد د معززو حجاجو کرامو سره شریکی کړم ترڅو دوي تری دینی او بدني ګټي پورته کړی او پدی توګه زه هم د دوي سره په دغه څپیڅلی عبادت کی په غیر مستقیم ډول شریک شم.
درنو حاجیانو تاسی پوهیږۍ چی حج د اسلام پنځم رکن، مالی او ځانی عبادت بلل کیږي. د حج سفر یو پیغمبری سفر دی څکه چی د انسان اړیکی د جنسی او نفسانی خواهشاتو او دنیاې معاملاتو څخه  قطع وي او صرف د الله تعالی لور ته رجوع کوی، دوي د خپل کور کلی او ولس څخه لری وي خو رب العالمین ته د خپلی تقوی او  د څانګړو عباداتو، څایونو او اوقاتو له کبله ډیر نژدی وي. حج د انسان په فکر کی مثبت بدلون راولی او په رمي جمراتو (شیطان ایشتلو) سره حاجی د الله تعالی سره دا تعهد کوی چی نور به په خپلو اعمالو کی شیطانی کارونو ته ځای نه ورکوي او د حج مبرور نښی نښانی همدا دی چی حاجی صاحب ټول منفی کارونه چی پخوا یی کول ترک کړی او د خپلو صالحو اعمالو په ذریعه  پخپله کورنۍ او ټولنه مثبته اغیزه واچوي.  او د حج مبرور بدله د الله تعالی د قول پر اساس بل شی نه بلکه جنت دی.
قدرمنو حجاجو کرامو د حج د برکتونو، کراماتو او معجزو بیلګی په لاندی ډول دي:
د رب العالمین د قدرت نښی او نښانی درته په څرګنده توګه په هر محل کی جوتیږی او ژاړی به. حاجی صاحب به د الله تعالی په قدرت سره په ناګهانی توګه د حج د مراسمو په ټاکل شوی لور او مسنونه طریقه روان وي بیغیر د چا د کمک څخه. چی څومره درباندی سخته وي او د انسان وس نه رسیږی چی مرسته درسره وکړی، نو الله تعالی ته به لاس پورته کړی او وبه وایی یا الله ته یی راته اسانه کړی، نو بیا به دی په سترګو رڼا شی او ستونزه به دی په ناګهانی توګه هواره شی. د بیت الله د طواف، د صفوا او مروا سعی به مو هیڅکله ستړی نکړی او د وقوف عرفات، مزدلفی شپی او رمی جمراتو پسی به تل ژاړۍ. څومره چی دی زړه خفه وی نو په حرم شریف کی به بیرته خوشحالیږی. زړه به دی ټول عالم اسلام ته دعا غواړی او حتی هغه چا ته چی دستاسره یی بد کړی وي اول به دی زړه ورته عفوه کوی او بیا به ورته دعا کوی. ټول دوستان به دی په یادی وي او دعابه ورته کوی، حتی که څوک دی یوځل هم په ژوند کی لیدلی وي. د حجاجو ښه خوراک، څښاک، بود و باش، ترانسپورت ، د دولتی چارواکو ښه چلند او د عربو خیر، خیرات او صدقی هم د دی بیلګو یوه برخه ګڼل کیږی. په مدینه منوره کی د محمد رسوالله صلی الله علیه وسلام تر څنګ د پاتی کیدو وروسته به دا درته جوته شی چی دستا د عبادت، تقوی، او پرهیزګارۍ په درجه او بالاخره فکر او مفکوره  کی یو مثبت بدلون راغلی او هغه مشروعه غوښتنی چی دی درلودی الله تعالی درکړی.  
 
درنو حاجیانو د دی په خاطر چی دستاسی سفر اسانه شی دا لاندی ټکو ته پاملرنه وکړی:
 
د ذلحجی په اتمه نیټه چی کله د خپلو عمارو څخه د منی په لور او د هغه ځای څخه بیا د عرفات او مذدلفی په لور په یو احرام کی حرکت کوئ نو دځانه سره یوه چطرۍ، یو جوړ جامی، یو پلاستیکی جای نماز چی په ۱۰ ریاله خرڅیږی او یو بوتل اوبه واخلۍ.  دغه راز دا چی د یوي خوا غذا مطمنه نه وي او  د بلی خوا د اودسماتی په ځایونو ډیر بیرو بار وي او په اسانه توګه چا ته نوبت نه رسیږی، نو د ډیر خوراک او څخاک څخه جدی پرهیز وکړۍ او د ډیرو غوښو او وریژو پر ځای یوازی یوه کیله او یا مڼه وخورئ. دخپل لاس اضحی یا صدقی څخه ډه ډه وکړۍ چی ډیر به مو په تکلیف کړی  او دا صدقه د شرکت د لاری تنظیم کړۍ چی ډیر سهولت دی. د حج په ټوله موده کی د ټولو حجاجو سره ښه رویه وکړئ او که چا تکلیف درکوو نو عفوه به ورته کوئ او د بالعکس عمل څخه به ډه ډه کوئ.  تل به دحجاجو کرامو په خدمت ځان مشرفه کوئ او  د غیبت جنګ او جګړو څخه ځان وژغورۍ او تل د الله تعالی په ذکر ځان مشرف کړۍ خصوصا د وقوف عرفات او حج قبول پر مهال. طوافونه ډیر ډیر وکړۍ ځکه چی دا عبادت یوازی د کعبی شریفی پوری تړیلی دی او بیا به یی ارمان کوۍ.  
 
د افغانستان څخه  دتګ په مهال د ځانه سره دوه جوړه احرامونه، څلور جوړه جامی، او دوه جوړه وطنی څپلۍ چی مخه یی خالی وي یعنی د خپو مخه مو تری ښکاره شئ واخلۍ چی ټول مځل به مو په کی اسانه وی. شین چای، لاچی، ګوړه، اوچه میوه، صابون، شامپو، جانپاک، ناخونګیر، ستنه او تار هم د ځانه سره یوسۍ، د نصوارو او سګرټو استعمال څخه ډه ډه وکړئ او د خپلو عمارو د نظافت خیال وستاتۍ، که د تشنابونو په استعمال کی ستونزه لرۍ نو د نورو حجاجو کرامو څخه پوښتنه وکړۍ.
 
د بیرته راتګ پر مهال د ځانه سره صرف د ذم ذم اوبه (چی په بوشکو او پلاستیک کی بندی وي) او خرما راوړۍ او د نورو تحفو اخستلو څخه ډه ډه وکړئ څکه چی دا کار هم تیاره درنوي او هم دستاسی اقتصاد ضعیفه کوي. دوستانو او اولادونو ته مو وصیت او نصیحت وکړۍ چی دستاسی ښه راغلاست لپاره نه تشریفاتی کاروانونه جوړ کړی او نه تشریفاتی خیراتونه او جای نمازونه ورکړي.  البته د قران عظیم الشان ختم او د مسکینانو سره مرسته به ښه اقدام وي.
 
الله مو سفر بی خطره، حج مو مبرور، سعی مشکور، او ګناهونه مغفور کړه. او هیله کوم چی ما او ټو اسلامی امت ته دعا وکړۍ او الله تعالی ته عذر او ژړا وکړۍ تر څو د نړۍ مسلمانان د یهودو، نصاراو او مشرکینو دغلامۍ، اسارت، شکنجو، احتیاج،  دسیسو او یرغل څخه خلاص کړی، او یو واقعی اسلامي نظام او عمری عدالت د ځکمی پرمخ یو څل بیا د تل لپاره را ژوندی کړي. دا دعاوي به د وقوف عرفات پرمهال، مزدلفي په شپه،  رمی جمرات پرمهال، په  مسجدالحرام  کی او د محمد رسول الله صلی لله علیه والسلام ترڅنګ ډیري ډیري کوۍ.
 
الله مو مل
ستاسی مسافر ورور محمد فرید واحدی شګیوال
 ۱۸ سیپتیمبر ۲۰۱۳