دوستانو اسلام علیکم
ورحمت الله وبرکاته
څه موده وړاندی می
په یو ځای کی ولیدل چی د چین هیواد وسلوال
ځواکونه پر دی و توانیدل چی د یوي میاشتی نه په کمه موده کی په یوه دشته کی د محدودو
امکانانو په درلودلو سره خپل اړین تاسیسات ایجاد او اپراتیفی چاری اشغال کړی. دا
په داسی حال کی وه چی د نوروهیوادونو ځواکونه چی په عینی وظیفه بوخت وو په شپږو
میاشتو کی ونشو کولای چی د چینیانو په څیر مشابه امکانات د ځان لپاره برابر او چاری اشغال کړی.
د دوي د موفقیت راز دادی چی دوي د یوي منظمی او
وړاندی طرحه شوي برنامی لمخی کار وکړ، کاری پلان یی درلود او خپلو اهدافو ته متعهد
وو.
نتیجه: که په ژوند کی مونږ یو ټاکلی هدف (اهداف) ولرو او د هغی د ترلاسه کولو لپاره تګلاره او کړنلاره ولرو او د تطبیق لپاره یی متعهد
اوسو او د همدغو چارونه منظمه څارنه وکړو او پایلی یی د درسونو په توګه په نورو
چارو کی استعمال کړو نو بریالی به اوسو.
مننه
محمد فرید واحدی شګیوال
وروستي