د شونډو د دریځ له مخې د واولونو څېړل

واولونه په ټوله کې له درېوو اړخونو څخه څېړل کېږي؛ چې لومړی ډول یې د ژبې د وضعیت له مخې دی او دوهم ډول یې د شونډو د ګردوالي او نا ګردوالي له مخې دی.
 دا چې په دې اړخ کې کوم واولونه ادا کېږي او دا وولونه د څه په نامه یادیږي په لاندې ډول به یې شرحه کړو. 

۲: د شونډو د دریځ له مخې د واولونو څېړل: 
د واولونو د تولید په وخت کې د ژبې د عضلې پر بېلا بلو موقیعتونو سربېره شونډې هم بېلا بېل موقیعتونه غوره کوي. 

د یو واول د پیدا کېدو په وخت کې کله چې شونډې عادي او ناګرد حالت غوره کړي؛ هغه واول د نا ګرد واول په نامه یادیږي لکه د دې واولونو د ادا کولو په وخت کې چې شونډې نا ګرد حالت غوره کوي. 

۱ـ اوږد ی (ې) (i) 
۲ـ لنډه یا ( ي) (e)
۳ـ الف ( ا) (a)
۴ـ زور ( ه ) ( a) 
۵ـ زورکی ( ه ) ( a) 

دا هغه واولونه دي چې د ادا کولو په وخت کې یې شوندې نا ګرد حالت غوره کوي؛ نو ځکه د ناګردو واولونو په نامه یادیږي. 

کله چې د ځینې واولونو د ادا کولو په وخت کې شونډې ګرد حالت غوره کړي د ګردو واولونو په نامه یادیږي. د اوږد  واو ( و ) ( o)  او لنډ  واو ( و) ( u )  واولونه چې د ادا کولو په وخت کې یې شونډې ګرد حالت غوره کوي نو ځکه دا دوه واولونه د ګردو واولونو په نامه یادیږي. 

۳ـ د لاندې ژامې د وضعیت له مخې د واولونو څېړل: 
د ځینې واولونو د ادا کولو په وخت کې لاندې ژامه ټینګه یا کش نیول کېږي؛ چې دا واولونه د ټینګو واولونو په نوم یادیږي. لکه په پښتو ژبه کې د الف (a)  اوږدې ( ې) (i)  او اوږد واو ( و) ( o)  واولونه چې د ادا کولو په وخت کې یې لاندې ژامه کش نیول کېږي؛ نو ځکه د ټینګو واولو په نوم یادیږي. 

د ځینې واولونو د ادا کولو په وخت کې بیا ژامه په عادي حالت یعنې سسته نیول کېږي؛ چې دا واولونه د سستو واولونو په نوم یادیږي. لکه په پښتو ژبه کې د څرګندې یا ( ي ) ( e) ، لنډ واو ( و) ( u ) ، زور (ه) ( a) او زورکي (ه) ( a)  واولونه چې د ادا کولو په وخت کې یې ژامه سسته یا په عادي حالت کې وي؛ نو ځکه د سستو واولونو په نوم یادیږي. 

                                      اخځونه
۱ـ چمتو. محمد قسیم. ( ۱۳۹۶). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ مرهون، محمود. (۱۳۹۴). اوازپوهنه. کابل: کائنات څېړنیز او د ژباړې مرکز
لیکواله: شبانه پوپلزۍ