دا چې تشریحي ژبپوهنه د ژبپوهنې یوه څانګه او ګړدود پوهنه بیا د تشریحې ژبپوهنې له اساسي څانګو څخه شمېرل کېږي، نو دا دواړه څانګې یو له بل سره اړیکې لري؛ دا چې تشریحي ژبپوهنه او ګړدود پوهنه یو له بل سره څه ډول اړیکې لري مستقیمې او که غیر مستقیمې په دې اړه به خپل معلومات وړاندې کړو.
تشریحي ژبپوهنه د ژببوهنې هغه څانګه ده؛ چې د ژبې داخلي جوړښت تر څېړنې او شننې لاندې نیسي. تشریحې ژبپوهنه بیا په خپل منځ کې پر اصلي او فرعی برخو ویشل شوې ده، چې ګړدود پوهنه یې هم د فرعی څنګو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
ګړدود یا لهجه د خبرو ځانګړي طرز یا ډول ته ویل کېږي. لهجې ته په انګلیسي ژبه کې (Dialect) ویل کېږي؛ چې دا کلیمه د یوناني ژبې له Dialakhtos څخه اخیستل شوې دی.
د تشریحې ژببوهنې اساسي څانګې ګرامر ( فونولوژي، موفولوژی او نحوه) دي؛ نو دا ویلای شو چې ګرامر د یوې ژبې علمي شرحه ده؛ نو ځکه د یوې ژبې د ډېرې مهمې څانګې په توګه له ګړدود پوهنې سره مستقیممې اړیکې لري.
که چېرې موږ غواړو چې یو ګړدودي ګرامر ولیکو؛ نو په لومړي سر کې اړینه دا ده؛ چې په ګرامري اصولو ځان پوه کړو او بیا د ګړدود پر معیارونو او اصولو ځان پوه کړو وروسته له دې چې په دې هر څه مو ځان سم پوه کړ بیا به ګرامر لیکو.
کله چې موږ معیاري یا نسبتاٌ معیاري ګړدود لیکو ؛ نو هلته هم د دې اړتیا ده، چې د لهجوي او نسبتاٌ معیاري جوړښتونو تر منځ توپیر وکړو. که چېرې ګرامر لیکونکی پر نسبتاٌ معیاري ګړدود او ګړدودي اصولو باندې و نه پوهېږو؛ نو ښایي ګرامر لیکونکی له تېروتنو سره مخ شي.
په ژبنیو جوړښتونو کې یو شمېر یې د ځانګړو لهجو تابع وي، چې ګرامر لیکونکی یې باید پر توپیر پوه شي، چې کومه قاعده عامه او کومه یې لهجوي حیثیت لري.
که چېرې کوم ګرامر لیکونکی د ګړدودونو ویشنه، شننه او پرتلنه کوي؛ نو په دې حالت کې ګرامر لیکونکي ته دا اړینه ده، چې پر ګرامر او ګرامري اصولو ځان پوه کړي تر څو په دې چاره کې تېروتنه ونه کړي.
د دې له پاره چې یوه ښه لهجوي پرتلیز ګرامر ولیکو او یا ګړدود شننه وکړو؛ اړینه ده، چې پر ګرامر او ګړدود ځان پوه کړو او دواړه په سمه توګه مطالعه کړو.
دې هر څه ته په کتو سره دا راته څرګندیږي، چې تشریحي ژببوهنه او ګړدود پوهنه یو له بل سره نه شلېدونکې او مستقیمې اړیکې لري.
وروستي