د پښتو ژبې د وروستاړو له ډلې څخه کلیمه جوړونکي وروستاړي دوهمه ډله وروستاړي دي، چې ځینې کلیمې او مفاهیم د دې وروستاړو په واسطه جوړیږي.
دا وروستاړي ډېر ډولونه لري، چې ځینې ډولونه به یې دلته د بېلګې په ډول ذکر کړو.
۱ـ کلیمه جوړونکي وروستاړي:
دا هغه وروستاړي دي، چې یو نوم، ځای، قام، زمان او جنس څرګندوي او یا نسبت ورکوي. لکه: یز، خیل، زی، ییز، ینی او وال
دا وروستاړي په دې ډول یوه نوم ته له جنس، زمان او یا قام سره نسبت ورکوي. لکه:
کلیوال: چې په دې ځای کې دا ترکیب له کلی + وال څخه رغېدلی، چې وال یې وروستاړی دی.
پوپلزی: په دې ترکیب کې پوپل ریښه یا اصل دی، چې زی یې نسبتي وروستاړی دی.
اوسنی: په دې ځای کې اوس ریښه ده چې نی یې وروستاړی دی.
دې ته ورته موږ ډېرې کلیمې یا ترکیبونه لرو؛ چې نسبتي وروستاړي په کې راغلي دي.
۲ـ تصغیري وروستاړي
موږ په پښتو ژبه کې ځینې تصغیري وروستاړي هم لرو، چې په ځینې کلیمو کې دا وروستاړي راځي. لکه دا وروستاړي: ګوټی، ګک، اک او ګړی، چې په دې ډول کارول کېږي. کتابګوټی، ښایسته ګک، کورګی، موټرک، پیشونګړی، چرګوټی او ....
۳ـ د مکان ( ځای) وروستاړي
دا هغه وروستاړي دي، چې له یوه خپلواک مورفیم سره د یو ځا ی کطدو په صورت کې ځینې مکاني ترکیبونه یا کلیمې جوړوي. لکه: ځی، غالی، تون او ...
کارونه یې:
پوه هنځی، لوست ځی، شپه غالی، پنډ غالی، روغتون، زیږنتون، سینګارتون او ....
چې په دې کلیمو کې په ترتیب سره ځی، غالی او تون د وروستاړي په توګه راغلی دي.
۴ـ د زمان وروستاړي:
د زمان وروستاړي په پښتو ژبه کې په مختلفو مواردو کې کارول کېږي. که چېرې خپلواک مورفیم یې زمانې وي وروستاړی هم زمانی دی او که خپلواک مورفیم زماني نه وي وروستاړی یې هم زماني نه دی. لکه د ییز او نی وروستاړي
پرونی، نننی، اوونیز او ...
اخځونه
۱ـ محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۶) پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
وروستي