ښوونکی يانې څوګ؟

موږ ښوونکي ته بېلابېل تعریفونه لرو؛ چې ځینې لارښود او رهنما ګڼي، خو زه خپله د ښوونکي مقام او دندې دومره درناوی لرم، چې تعریفولای یې نه شم. ښوونکی هغه څه دی، ټولنه روزي، ښوونکی هغه څه دی، چې موږ ته ژوند را ښي، ښوونکی هغه څه دی، چې خپل ټول عمر د وطن د بچیو په خدمت کې تېروي. 

زموږ په ټولنه کې ښوونکي ته څوک دومره درناوی نه لري؛ ځکه چې د ښوونکی په اصلي مانا او مفهوم نه پوهېږي. یا هم موږ داسې ښوونکي لرو، چې د ټولو ښوونکو نوم یې ګردسره کې بد کړی. ځینې ښوونکي په ریښتینوالۍ سره خپله دنده نه ترسره کوي. دوی خپله د ښوونکي په مانا او مفهوم نه پوهېږي. دوی ټولنه نه شي روزلی خپل شاګرد نه شي روزلی، هغه څه یوه شاګرد ته نه ښیي، چې باید یو ښوونکی یې ټولنې ته ور انتقال کړي. 

یو ښوونکی د ټولنې روزونکی دی او باید خپله ټولنه د مثبتو لارو پر لوري رهنمایي کړي. په ټولنه کې مثبت بدلون راولي؛ ټولنه اصلاح کړي. زه مې تل  هغو ښوونکو ته ډېر احترام لرم او په ارزښت ورته قایله یم که هغه زما ښوونکی وي او که نه وي یعنې که یې ماته درس هم نه وي راکړي، چې زما د ټولنې په خیر وي او ټولنې ته داسې بچي و روزي چې ټولنې ته خدمت وکړي. 

زه داسې ښوونکي هم پېژنم؛ چې ټولنه اصلاح نه بلکې د بېلارۍ  او ګمراهۍ لوري ته بیایي. دوی د خپلو شاګردانو په مغز کې خپلې منفي مفکورې ور ځایوي؛ چې دا زموږ د ټولنې په خیر نه بلکې په زیان دی. هغه ښوونکي چې دا ډول کار کوي، زه بیا هغو ته ښوونکی نه شم ویلای، ځکه ماته د ښوونکي مانا دا ده، چې ټولنه اصلاح کوي. د ټولنې خدمتګار دی. خو هغه څوک چې ټولنه ګمراه کوي او له امله یې ټولنه د ګمراهۍ پر لور ځي هغه بیا ښوونکی نه دی. 

په پایله کې به دا و وایم، چې الله دې زموږ په ټولنه کې ریښتیني ښوونکي زیات کړي، چې زموږ د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي او الله دې هغو ښوونکو ته هدایت د نیکۍ و کړي، چې په خپله دنده کې بې پروا دي او یا هم ټولنې ته داسې یو څوک وړاندې کوي، چې هغه ټولنه د بربادۍ  او ګمرهۍ لوري ته بیایي.