لوړې ژورې ‎

د ژوند په اړه مو کلي تصور د بل پر تصور ولاړ دی، د لوړو او ژورو پر وړاندې د استقامت زاویې رانه ګډوډې دي. د دې تصور تر شا ګڼ لاملونه موجود دي، چې انساني تدبر یې له داسې حالت سره مخ کړی. کېدای شي، چې د فرد، کورنۍ، ټولنې او په ټوله کې د هېواد شته ستونزې د انساني فکر د ګډوډۍ لامل شوې وي. انسان د ټولنې او عمومي وضعیت په اړه له خپل تصور سره یو څو شېبې ملګری کېږي. د ژوند او حالاتو لوړې او ژورې په کلي ډول په خپل ذهني چاپېریال کې یو ځای کوي؛ ترڅو د هر پیل او پایلې لپاره د انساني او خودي پالنې لارې هوارې کړای شي. زه، موږ، ته، تاسو، دی، دا او دوی هغه کلمات دي، چې د ژوند له یو اړخه زوریږي؛ خو د ویلو او لیکلو تصور یې په ذهني چاپېریال کې نه شي کولای؛ ترڅو خپل ټول احساسي فکر په جمعي چاپېریال کې راټول کړي د هرې هیلې پر وړاندې له زوره کار  اخلي.

 کله کله ځینې افراد د عادي پوښتنې پر وړاندې عکس العمل ښیي. دا ځکه چې روزنه یې د نه تحمل په بنا شوې وي، د ښوونځي له تګه نیولې بیا تر کاري او ټولنیز چاپېریاله د نه تحمل پر اړیکو غور پکار دی؛ ترڅو د ټولنیز زور څخه هاخوا د خواخوږۍ غېږې ته ځان ورخطا کړای شي. هله به د ځاني وړتیا مخه هم خلاصه شي، چې انساني تفکر ته د لوړو او ژور سره د تعقل له لارې برخورد وشي. 

د هرې پدیدې سره همدا شان برخورد پکار دی، کله چې انسان  په انفرادي توګه داسې عمل ترسره کړي ؛ نو بیا په نفس اعتماد پیاوړی کېږي او د تحول نښې هم د منطق سره ځان وصلوي، چې له دې سره فردي ابتکارات هم د دې زمینې لپاره لاره هواروي. لوړې ژورې انسان په ظاهري او باطني لحاظ روزي او د دې جوګه یې کوي، چې څنګه د هر تحول او نظر سره د تعادل له لارې چلند وکړي او انساني تفکر له ما ویل، تا ویل څخه د موږ ویلو په محور راټولوي. هر متحرک او متحول غږ چې د ټولنې د روزنې او یو ملي تفکر جوړونې په محور چورلېږي باید ترې ملاتړ وشي؛ ترڅو له لوړو او ژورو سره د حق پالنې تر چتر لاندې د ژوند کولو فرصت برابر  شي او انساني ثبات په استدلالي افکارو کې ډوب او مطالعه شي.