ننګرهار کې موټربم چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ۳۰ ټپيان دي



روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، د ننګرهار ولايت شينواري ولسوالۍ غني خېلو نومي سيمه کې موټربم چاودنه شوې، چې درانه تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
 
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور په کې ټپيان شوي دي.
 
نوموړي ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، "لومړني معلومات دا دي چې څه بریدګر هم وو غوښتل یې بریدونه وکړي، خو له نېکه مرغه‌یې مخه نیول شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کوونکي ټول وژل شوي دي."
 
تر اوسه د وژل شويو پېژندنه نه ده شوې، چې ولسي وګړي او که پوځيان دي. د نننۍ چاودنې مسووليت کومې ډلې تر دې دمه نه دی منلی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_201003_150043_139.sdocx-->

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ