د وژونکو نه، د ژغورونکو تلين لمانځم

 
 
زه په دوديزه توګه له توپير پرته د هر وژل شوي/مړه شخص د تلين  لمانځلو مخالف يم. له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا له اشغال او يرغل په وړاندې په جګړه کې له وژل شويو افغانانو سربيره په مختلفو تورونو، مختلفو عنوانونو ډير زيات افغانان په خپلمينځي جګړو کې وژل شوي دي او دغه خونړئ جګړه لاهم روانه ده. که دټولو وژل شويو مشرانو تلين لمانځو، نو نور کارونه به پاتې وي، يوازې مړي به لمانځو او که ځينې وژل شوي مشران لمانځو او نور نه لمانځو، نو ترجيح بلا مرجح راځي. هسې هم د مړيو تلين لمانځل د پرديو له کلتوري ځانګړتياو څخه مونږ ته را انتقال شوې پديده ده. نه شرعي اړخ لري او نه هم افغاني شاليد لري. د خپل مړي د لمانځلو دود  له بودیزم سره تړاو لري او د مړيو ډله ايزه لمانځنه يې د رومن کاتولیک عیسویانو عقيدوي برخه ده. په مسلمانانو کې اهل تشيع د سياسي موخو لپاره  مړي لمانځي.
 
عجيبه قوم يو. داسې مشران راباندې مسلط شوي دي چې له ملت څخه يې لابراتوار جوړ کړئ ده. هر پردى دود، نظريه او تګلاره چې د هغوى خوښه وي له سمون بدلون او پالش پرته يې دلته راوړي او د زور په کارولو يې په ملت باندې تحميلوي.
چا له لندن څخه د چرچل فکر، چا له ماسکو څخه د لينن نظريه چا له واشينګټن څخه د ابراهم لينکن ديموکراسي چا له قم د خميني تيوري او چا هم د پاکستان له منصورې څخه افراطي خيالات راوړل او د افغانستان په دوديزه مذهبي او عنعنوي ټولنه باندي يې د زور کارولو له لارې د تحميلولو هڅه وکړه.  چا نه غوښتل چې څوک ووژني ناهیلې شول او هيواد يې پريښوده، ځينو نه غوښتل د نورو افغانانو وينه توى کړي، خو په خپله ووژل شول. چا هم ستره تباهي وکړه، دوه مليونه افغانان يې ووژل. چا ځانونه وساتل خو کابل يې وران، ولسي افتخارات يې وپلورل او د افغانانو د وينو بيالې يې وبهولې.
 
شعارونه داعيې او بيرغونه مختلف وه، خو موخې سره ورته وې. (واک ترلاسه کول او په واک کې پاتې کيدل) خپله ناکامې يې وليده. د ولس غبرګون يې مشاهده کړ او له ناوړو پايلو سره مخ شول. چا له مرګ وروسته هم غصب وکړ، د چا مړي هم ورک شول او څوک لاهم واک ته د رسيدو په هيله ژوند کوي.
 
چې ژوندي وي، نو يو بل ته کافر، کمونیست، اشرار، باسمچ، ترهګر،  مرتد مزدور جاسوس او لاسپوڅئ  وايو او وژنو يې، خو چې مړ  شي، نو بيا يې مونږ ته پريږده! تاريخ يې نه لولو، وحشتونه يې نه وينو او شاليد يې نه مطالعه کوو. بس يو څو د يوټيوب خوږې خبرې د دروغو افسانې يې واورو، نو اتل شي، د دواړو جهانونو سردار شي، د شوروي، امریکا، انګريز، پاکستان او ايران فاتح وګرزي. غازي شي، قهرمان شي، د وطن معمار شي، د جنت سپه سالار شي، يکه شي، تکه شي، توپان شي، سرتيرئ سنګر ساتونکئ شي، تپې ورباندي نيسو، مزارونه يې جوړوو، قبرونه يې ښايسته کوو او ملي بوديجه ورباندې لګوو. د تلين لمانځلو په ورځ يې خلک ډاروو، سرکونه بندوو، وحشت خپروو، لارې بندوو نظام فلجوو، ژوند ننګونو، د بربريت او لجوجيت نندارتون جوړوو. 
 
يو ځوان راته لګيا شو. واى مونږ بدبخته يو چې د نجيب او داود خان په شان اتلان مو له لاسه ورکړي دي. زه تعجب شوم چې مونږ څومره بدنصيبه ملت يو چې داسې ناخبره مخلوق مو د مشرتابه لپاره ځانونه تياروي چې قاتل او مقتول دواړه په يوه شعار کې خپل اتلان ګڼي. که هغه خلک د وژل شويو تلينونه ولمانځي چې ګوندي او فکري ملګري يې پاتې شوي او یا هم  د کورنئ غړي يې دي او عامه امنیت نه اخلالوي، نو زما په اند ستونځه به نه وي.
 
مګر د هغو خلکو دريز طفلانه ګڼم چې زمونږ د هېواد د تيرو څلورو لسیزو بشري ناورين په تړاو له کره معلوماتو او ژورې مطالعې پرته يوازى د يوټيوب د څو احساساتي او استخباراتي ويديو ګانو په ليدلو قضاوت کوي چې څوک اتل او څوک قاتل ده. ځينې ياران بس يوازې دومره پوهيږي چې وژل شوئ مشر يې په قوم ژبه او سمت پورې اړه لري، همدغه ورته بسنه کوي. نور يې په پټو سترګو اتل ګڼي. څوک مو چې څومره زيات وځپي او ومو ووژني، په همهغه کچه يې ړانده مقلدين زياتيږي.
 
په هيواد کې د مختلفو ګوندونو، اړخونو او قومونو د ليدلوريو او دريزونو تقابل ته په کتو د دغې خبرې سپيناوى خورا زيات وخت نيسي، چې ووایو څوک شهيد او څوک شهيد او څوک غازي ده؟ څوک په ګناه او څوک بيګناه ووژل شو؟ چا د چا په لمسون، د چا د ګتو لپاره، د چا په وړاندې، په کوم نوم جګړه پیل کړه؟ جګړه اړينه وه که نه؟ مشروع وه که نه وه؟ واقعاً تپل شوې او که د واک  هوس وه؟ په لسګونه زره ژونديو انسانانو باندې د بلدوزرونو په واسطه چا خاورې ورواړولې؟ کلي چا بمبار کړل؟ په ناموسونو باندي چا تيرى وکړ؟ په  لغمان کې په زرګونو انسانان چا قتل عام کړل؟  په هرات کې کوم وحشي پنځه تسليم شوي مظاهره کوونکي په خپل لاس ووژل؟ له محکمې پرته د دولسو زرو وژل شويو افغانانو نوملړ د چا لخوا خپور شو؟  نزدې دوه مليونه افغانان چا ووژل؟
په پليګونونو کې پراته لاس تړلي شهيدان خپل وژونکي چېرته ولټوي؟
 
په کابل باندي د راکټونو باران چا جوړ کړ؟  ملي شتمنئ چا لوټ کړي؟ ټانکونه او الوتکې چا وپلورلې؟ جهاد چا بدنام کړ؟ د واک لپاره د دين او هيواد ترعنوان لاندي د افغانانو وينه چا توى کړه؟  د تور سرو سينې چا پرې کړې؟ مړي چا
 
و نڅول؟ په سرونو باندي ميخونه چا ټک وهل؟ په پڅو چړو افغانان چا حلال کړل؟ وژل شوي افغان چا په اور کې وسوځول؟ په جنازو او هديرو کې انتحار چا وکړ؟ مسجدونه چا په وينو ولړل؟ د موچي په تار سرونه چا پرې کړل؟ په بمونو چا والوزول؟  څومره ماشومان يې يتيمان کړل؟ څومره تورسرې يې کونډې کړې؟ څومره ميندې يې بورې کړې؟ او څومره معيوبين يې ترشا پرېښودل؟ چا زمونږ ملي نوامیس ليلام کړل؟ چا مو شتمنئ وپلورلې؟ چا دغه هيواد  په کنډواله بدل کړ؟
 
د ديموکراسي، بشري حقونو، د بيان ازادي او ولسواکي ترعنوان لاندي په ټاکنو کې تقلب او درغلي چا وکړې؟ د ديموکراسي ارزښتونه چا وشرمول؟ د بيان د آزادي حق څوک سلبوي؟ د ملت کور ارګ، چا بدنام کړ؟ له معتقداتو او ارزښتونو څخه مطلقاً ناخبره خلک چا له بهر څخه راوستل او په ولس باندي يې ولې حاکمان کړل؟ اخلاقي انحرافاتو ته چا لاره پرانسته؟ د زرګونو لاس تړلو بندیانو قاتل چا د ولسمشرئ لمړى مرستيالي چوکئ ته ورساوه او مارشالي ورته چا ورکړه؟
 
ښه پوهېږو. د هر سوال ځواب لرو، ټول راته معلوم دي، خو نه غواړو چې ستونځې مو لا زياتې شي. نه غواړو زاړه زخمونه مو بيا تازه شي. مونږ سولې ته اړتیا، يو بل منلو زغملو ورورولي او يووالي ته سخته اړتیا لرو او دغه هدف ته رسيدل قرباني غواړي.
 
عجیبه لوبه راسره روانه ده! چا د تاجک او پښتون، چا د سويل او شمال، چا د ګوندونو، چا د ښځو او نرانو، چا د نوي او زوړفکر، چا د سني او شيعه او چا په ځوان او زوړ نسل په نوم سره وويشلو ويې غولولو او حکومت يې راباندې وکړ.
 
باور لرم چې د پورتنيو ناخوالو تر عنوان لاندې د غونډو او تلينونو له جوړولو او په دغه تړاو د حقونو د خونديتوب له چيغو څخه يوازې د افغان په نوم د حقونو د خونديتوب شعار پورته کول او غونډې جوړول به ښې پایلې ولري.
 
راځئ!  تېر ناورينونه د تاريخ پاڼو ته وسپارو. تاريخ بې رحمه قاضي ده. د تلينونو لمانځلو پرځاى د افغان په لاس د خپلو وروڼو د وژلو د مخنیوي  لپاره  همدا اوس هڅې پیل کړو، د انعطاف لاره خپله کړو. د افغانانو ترمينځ سوله له يرغلګرو څخه د هیواد د بشپړ استقلال او د هیواد دملي واکمنئ بیا پر پښو درولو لپاره یوازنئ او ايکي يوه لاره ده.