که خپل وروڼه وژنو، نو د پرديو توهين به زغمو!

په تدريسي اصولو کې ښوونکئ له داسې څرګندونو او کړنو څخه جداً منع شوئ ده چې زده کونکي د هغه له امله جرئت له لاسه ورکړي، يا يې هم احساسات وځپل شي او غبرګون وښئې. په فرانس کې د زده کونکو په وړاندي د ښوونکي لخوا د مسلمانانو د پيغمبر توهين له درس او تدریس سره اړيکه نلري، د افراطي ذهنيت پاروونکئ او غير موجه عمل ده چې د زده کوونکي لخوا له غبرګون سره مخ شو.
 
رسنيزه مبارزه او احتجاجي غونډې اغيزې لري، خو چې له پياوړي دريز څخه تر سره شي. تش شعارونه، چيغې او تشې خبرې د هيڅ رنځ درملنه نه کوي. هيڅ ډول دښمن نه وارخطا کوي او د مسلمانانو د عزت او درنښت لامل نه ګرزي. د مثال په توګه زمونږ  او د ترکیې د غوښتنو اغيزمنتوب توپير لري. هغوى له پياوړي سياسي اقتصادي او فرهنګي دريز څخه خبره
کوي او زمونږ په خبره کې وزن د کورنیو شخړو، په پرديو مرستو متکي اقتصاد او نيمګړې ديپلوماسي  له امله کم وي.
 
که د اسلامي امت حال باندې يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې له يمن نيولې تر عراق سوريې ليبيا او افغانستان پورې د روانو جګړو ترشا ځينې اسلامي هېوادونه د يو بل په وړاندې  نيابتي جګړه کوي. مونږ چې په خپل منځي شخړو کې په دومره ژوره توګه نښتې يو، يو بل وژنو، جګړه له عامو خلکو نيولې د ديني علماو تر وژلو، په مدارسو، مساجدو، منابرو مقبرو او جنازو باندي تر حملو پورې راورسوله. خپل درديدلي او ځوريدلي ولس ته د کفارو لخوا د خيرات په مرستو کې په فساد کې تر ستوني غرق يو. له ورور سره جګړه افتخار او د رب الجليل د سولي حکم ته بانې او پلمې لټوو، نو د کفارو لخوا زمونږ د ديني شعائرو تقدس ته د زيان رسولو له امله به مو په احتجاج انتقاد، خفګان، مظاهره او غبرګون کې  وزن له کومه را پيدا شي؟
 
اسلامي امت په ځانګړې توګه افغانانو ته لازمه ده چې د ځان بساينې په لور حرکت وکړي، خپلمنځې شخړو ته د پاى ټکئ کيږدي او د کفارو له نظامي او اقتصادي احتياج څخه ځانونه خلاص کړي. د اسلامي هېوادونو د مشرانو او نورو مسلمانو پانګوالو پانګه په لويديځو بانکونو کې ده. د انرژي سرچينې او نورې طبعي زېرمې په اسلامي هېوادونو کې شتون لري. که د مسلمانانو اقتصادي منابع او پانګه په اسلامي هېوادونو کې خوندي او په کار واچول شي نو کفارو ته د احتياج کچه مو ښکته کيږي. خپلواکي او ازادى له همدغه ځایه پيليږي.
 
هغه دوستان چې بهر ته سفر کوي ډير ښه پوهیږي چې غير اسلامي هيوادونه خو پرېږده د اسلامي هيوادونو په هوايي ډګرونو او نورو د څارنو په مراکزو کې له افغانستان څخه د راتلونکو مسافرو څه ډول قدر عزت او احترام کيږي. لامل يې هم زمونږ په هیواد کې جګړه او د جګړې له امله د علم پوهې او هنر نشتون ده.
 
په اقتصادي برخه، سياسي برخه، دينى او معاصرو علومو کې په ځان بساینه، استغنا، د جګړو ختمول، د خپلو اړتیاو د کچې راښکته کول، خپلمینځي سوله او يووالئ مو د ازادي، خپلواکي او د خپلو مقدساتو د ساتنې ضمانت ده.که مونږ نن د فرانسې او نورو اسلام دښمنه مشرانو ته ښکنځل کوو، لاپې او غور او پش کوو، په پروفایل باندي د " I love Mohammad" شعارونه لګوو او له خپلو هيوادونو څخه د ناامنیو،  فقر, لوږې او د نورو ناخوالو له امله تښتو، په غربي هیوادونو کې د پناه اخیستو لپاره هره روا او ناروا پلمه کاروو، د ګاونډیانو په ويزه باندي يې سرونه ورکوو او په پرديو خيراتونو باندي سره وژنو، نو بيا مونږ هم د رسول الله توهين کوو. د خداى رسول د دښمن په وړاندې دغه شان ناوړه اعمال نه دي تر سره کړي.
 
د لويديځ دوه مخئ سياست؛ احمدي نژاد په ٢٠٠٩ زيږديز کال کې څو غونډو ته د خبرو په ترڅ کې د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د یهودانو نسل وژنه یوه "افسانه"  "دروغ" او د یو ډول "نفسياتي عملیاتو" په نامه جوړه کړه شوې سناريو بللې وه چې د اسراییلو د دولت د جوړولو لپاره يې لاره هواره کړه. د ايراني ولسمشر له دغو څرګندونو سملاسي وروسته آلمان ، متحده ایالاتو ، انګلستان او فرانسې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد لخوا هولوکاسټ يوه جوړه شوې سناریو بلل په کلکه وغندل.
 
جرمني دغه څرګندونې د ایران لپاره "شرمونکئ عمل" وباله او متحده ایالاتو ویلي وه چې ایران به نوره هم منزوي کړاى شي. د سپینې ماڼئ ویاند د ايراني ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ويلي وه چې "د هولوکاسټ انکار بې بنسټه، جهالت، نفرت زيږونکئ عمل ده او د داسې دروغو خپرول به ایران نور هم له نړۍ څخه ګوښه کړي."
 
 د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دغه تړاو د خبرو په مهال ويلي وه چې د احمدى نژاد دغه عمل باید په پراخه کچه وغندل شي.د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت  د محمود احمدي نژاد څرګندونې "د نه منلو وړ او ټکان ورکوونکې بللې وې"
 
  د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ ويلي وه چې "دغه څرګندونې کرکه خپرونکې او حماقت ده"
نوموړي په نړيوالو غږ کړئ وه چې سخت غبرګون وښئ!
 
متأسفانه چې مونږ لاهم د لويديځ په مکاريو نه پوهيږو. که هغوى مو ووژني، په سپيو مو وداړي، د ودونو او جنازو په مهال مو بمبارد کړي، د بمونو مور راباندي وازمويي، کورونه مساجد او مدارس مو کنډواله کړي، يوازې د ږيرې په ساتلو مو په ګوانتنامو کې کلونه کلونه د تعذيب، وحشت، اهانت او بربریت لاندې ځولانه کړي، نو يوازې له ترهګري سره د جګړې تر عنوان لاندې جواز د هغوى ټولو وحشتونو ته جواز ورکوي، ځان برئ الذمه ګڼي او مونږ ورڅخه د غرامت خو څه چې د پوښتنې حق هم نلرو.
 
د اسلامي هېوادونو مشران هم قطعاً برئ الذمه نه دي مونږ ولسونه هم پړه يو چې له ورور سره دښمني له
امله مو د دين او هيواد د دښمن په پښو کې اچولئ ده. متاسفانه اسلامي نړئ په ځانګړې توګه د ګاونډيانو زړونه لاهم زمونږ په وينه نه دي يخ شوي او نور اسلامي هېوادونه هم په خپل منځي شخړو کې نښتې دي.
 
رسول الله ته د توهين او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون لخوا دغه وحشت د بيان ازادي په کتګوري کې د توجیه کولو په تړاو د اسلامي هېوادونو د مشرانو پاشلئ غبرګون نه اغيزمن ده او نه هم بسنه کوي. د اسلامي همکاريو سازمان OIC تر چتر او مديريت لاندي اسلامي امت ته ددغه ډول ناخوالو او غميزو د تکرار د مخنیوي لپاره ګډ او اغيزمن دريز خپلولو ته اړتیا ده.
 
انکار نه منونکئ واقعيت ده چې اقتصاد نن سبا د سياست او د ديپلوماسي د بريا لپاره د ملا د تير حيثيت لري او د فرانسې هېواد د اقتصادي زيان د منلو توان نه لري. تر هرڅه مهمه او اغيزمنه لاره داده چې اسلامي امت په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او افريقايي اسلامي هیوادونه د فرانسوي توليداتو او مصنوعاتو له واردولو پيرودلو او کارولو سره په بشپړه توګه پريکون اعلان کړي. په دغه کار له يوې خوا فرانسه سخت اقتصادي زيان کوي او له بلې خوا ياد اسلامي هېوادونه يې متبادل اپشنونه لري او له ستونځو سره نه مخ کيږې.
 
افراطيت په اسلام کې هيڅ ځاى نلري خو شک نشته چې کله کله د ځينو کړيو او حکومتونو د پاروونکو کړنو له امله عمداً د مسلمانانو جزبات را پارول کيږي. دغو پاروونکو کړنو ته د غبرګون په توګه ځينې مسلمانان د افراطيت لاره خپلوي، همدغه لاره د خپلې عقيدې د نجات لاره ګڼي او نتيجتاً په ترهګریزو اعمالو لاس پورې کوي. د داسې پيښو د مخنیوي لپاره اخري او تر ټولو مهمه د حل لاره داده چې اسلامي هېوادونه په دغه تړاو له اړينې لابي کولو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلئ په ناسته کې قرارداد وړاندي کړي چې اديانو او عقائدو ته توهین د بيان د ازادي له کتګوري څخه ووزي او ددغه عمل مرتکبين عدلي او قضايي ارګانونو ته راکش کړاى شي.