له تېرې يوې اوونۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې د لمانځ غونډې پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي. ډ ډاکټر نجيب الله پلویانو نېږدې یوه مياشت وړاندې له حکومت اجازه واخېسته چې د لویې جرګې په تالار کې به د ډاکټر نجيب الله ۲۴ تلين غونډه جوړه کړي او په دې پار يې تياري نېولي وو. د تلين غونډې له مراسمو نیږدې ورځ وړاندې سياسي - جهادي ګوندونو مخالفت وښوود او د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره يې حکومت او د ډاکټر نجيب الله پلویانو ته خبرداری ورکړ، چې ناسته جوړه نه کړي. د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ چې د ډاکټر نجيب الله پلویانو پر مخ د لویې جرګې د تالار دروازه وتړل شوه خبره تر ولسي جرګې ورسېده.
د ولسي جرګې غړو ترمنځ د ډاکټر نجيب الله د ۲۴ تلين غونډې په اړه موافق او مخالف دریځونه راپورته شول.
د ولسي جرګې مشر مير رحمان د جرګې عمومي ناسته کې د جهاد او مقاومت په سپيڅلتيا ټینګار وکړ او د ډاکټر نجيب الله د نوم په نه اخیستو يې هغې ته جنايت کوونکی وويل. د مير رحمان رحماني په فېسبوک پاڼې د ولسي جرګې له ادرس لېکل شوې، چې که چېرې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلین غونډه قومي درز او ګډوډي رامېنځ ته کوي، نو غوره ده چې دغه ورځ ونه لمانځل شي.
خو ښاغلی مير رحمان رحماني دا هېروي، چې د وږي یا سنبلې میاشتې اتلسمه نېټه چې د احمدشاه مسعود د مړينې ورځ ده نه يوازې قومي درزونه، تعصب او ګډوډي رامېنځ ته کوي، بلکې په فزيکي او روحي ډول له کابل ښاریانو ارامتيا اخلي او د وحشت، بربريت او تاوتريخوالي نندارې په کيږي.
که افغانان له قومي او ژبني تعصباتو پرته د يووالي غوښتنه کوي، نو بیا غوره ده چې نه ده دې؛ د کلکاني د يو پېړۍ هډوکي را برسېره شي او نه هم عام ولس د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، عبدالعلي مزاري په مرګ وير وکړي او د قومي تړونو پر اساس، د وسلو نمايش په کې وړاندې شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_201002_131727_294.sdocx-->
وروستي