پاکستان ولې عبدالله عبدالله ته دومره مينه ورکړه؟ 

څلور ورځې وړاندې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په يو رسمي درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ. عمران خان د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته سفر وکړ. عبدالله عبدالله پاکستان کې له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پاکستان د پارلمان يا ملي اسمبلۍ له مشر اسد، د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پاکستان ولسمشر عارف علوي او يو شمېر نورو سياسي څېرو او لوړپوړو حکومتي کسانو سره ناستې وکړې. 

د عمران خان اقتصادي سلاکار عبدالله عبدالله ته تر هوايي ډګر راغلی وو؛ اسلام اباد کې پر سړکونو د عبدالله عبدالله، عمران خان او عارف علوي انځورونه لګېدلي وو. په دې تېرو ۱۹ کالونو کې به عبدالله عبدالبه پاکستان ته ډېر رسمي سفرونه کړي وي، خو دا به لومړی ځل وي چې پاکستان عبدالله عبدالله ته دورمه مينه ورکوي. هغه وخت چې پخوانی ولسمشر حامدکرزی په واک کې وو او يا هم په دې اوس او تېره دوره کې ولسمشر غني واک ته رسېدلی دی، نو پاکستان ته يې د سفرونو پر مهال دومره تود او ګرم هرکلی نه دی شوی. حتی دا ويل شو چې هغه وخت چې عبدالله عبدالله د حکومت شريک او  اجرائيه رئيس وو، پاکستان دومره مينه نه ده ورکړې. 

د افغانستان په کورني سياست کې د پاکستان لاس وهنه د پاکستان د بهرني سياست مهمه برخه جوړوي. پاکستان د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال محمد اشرف غني په رسميت وپېژندلو او دا هغه څه وو چې عبدالله عبدالله او د هغې ټيم يې په غوسه کړ. 

د شنونکو په اند هغه مهال د پاکستان هڅه دا وه چې ولسمشر غني او ټيم يې په داسې وخت کې خپل کړي چې د ټاکنو پر سر سخت جنجال او کړکېچ راپورته شوی وو. اسلام اباد ته هغه مهال نه غني مهم وو او نه هم عبدالله عبدالله؛ هغه څه چې پاکستان ته يې ارزښت درلود د پاکستان ملي ګټې وې چې د عبدالله عبدالله په پرتله اسلام اباد د دولت جوړونکي ټيم په شتون کې لټولې. 

واک ته د ولسمشر غني په رسېدو سره د حکومت ژبه د پاکستان پر وړاندې تونده او له نيوکو ډکه ده. هم په خپله ولسمشر غني، هم يې لومړی مرستيال امرالله صالح او هم د حکومت ځيني نور لوړپوړي چارواکي د پاکستان پر وړاندې انتقادي څرګندونې کوي؛ د سولې له بهير نېولې بيا په افغانستان کې د نورو بدبختيو مسووليتونه ډېری ځلې د پاکستان پر غاړه اچوي. 

د پاکستان او افغانستان وروستيو سياسي اړيکو، ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغان پوځ پوځي تمرينونو او پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې دا ښيي، چې د اسلام اباد او کابل اړيکې سره خوږې نه دي او اسلام اباد دې فکر ته رسېدلی دی چې د ولسمشر غني په شتون کې نه شي کولی چې کابل کې د اسلام اباد د ګټو ساتونکی حکومت ولري. 

شونيتا دا ده چې پاکستان اوس د حکومت شريک عبدالله عبدالله په لاس کې نيسي او هغه ته دا روحيه ورکوي چې د حکومت نيمايي شریک دی او په بهر کې يې ارزښت د ولسمشر يا هم لومړي وزير او يا د پادشاه په څېر کيږي. عبدالله عبدالله سره د پاکستان وروستی تشريفاتي چلند بې سارې وو. عبدالله عبدالله يې دومره سره ونازولو ښايي چې افغانستان ته په راتګ سره هغه ځان داسې حساب کړي لکه د ټول - شموله حکومت عملي ولسمشر. 

عبدالله عبدالله افغان دی او د افغان حکومت او ملت په استازېتوب پاکستان ته تللی وو؛ که چېرې د پاکستان تشريفات په دې مفهوم وي چې په ګاونډ افغانستان کې د سولې هڅې او افغانانو ته ارزښت ورکوي، نو يو بې سارې مثبت ګام دی چې د سولې له راتګ ور اېخوا کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچنې اړيکې هم سره ارام او خوږې کړي. که چېرې اسلام اباد عبدالله عبدالله ته د ولسمشر غني رقيب، مقابل کس، د واک نيم شريک او يا هم د نوموړي د کورني سياست د انځور د غټولو لپاره دا چارې کوي؛ نو پايلې يې هم پاکستان او هم افغانستان ته منفي دي. پاکستان به وانه توانيږي چې د عبدالله عبدالله په وجود کې ټول افغانستان پيدا او ځان خپلو موخو ته ورسوي.