جنرال عطا: فارسي ژبه ويونکي د افغانستان اصلي څښتانان دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس جنرال عطا محمد نور په يو توند غبرګون کې ويلي دي چې د فارسي او تاجيکي ژبې نومونه د يوې حکومتي ادارې له خوا د بهرنيو ژبو په نوملړ کې ور زياتول د تعصب ډاکه کړنه ده. 

عطا پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د فارسي ژبه ويونکي د افغانستان ستره برخه جوړوي او د دغه خاورې اصلي څښتانان شمېرل کيږي. عطا لېکلي چې فارسي ژبه زرګونه کاله تاريخ لري. 

عطا محمد نور لېکلي دي چې دري، فارسي او تاجيکې درې واړه يوه فارسي ژبه ده چې يوازې ترمنځ يې لهجوي توپير شتون لري. 

له عطا محمد نور وراېخوا يو شمېر نورو دري ژبو هم د بهرنيو ژبو په توګه د دري او تاجيکي ژبې يادولو سره کلک غبرګون ښوودلی دی.