عبدالله سره اسلام اباد ته څوګ تللي دي؟ د عبدالله ټاکنيز او شخصي ملګري که کوم دولتي پلاوی؟ 

روهي (څلورنۍ/۹ د تلې)، درې ورځې وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په يو رسمي سفر اسلام اباد ته لاړ. عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزير عمران په رسمي بلنه پاکستان ته تللی دی. 

که څه هم پاکستان ته عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا د مشر تر نوم او دندې لاندې تللی دی خو په پلاوي کې داسې کسان ور سره دي، چې د مصالحې شورا رسمي غړي دي او نه هم کومه حکومتي دنده لري. 

د بېلګې په ډول اسحاق ګيلاني چې د عبدالله عبدالله ټاکنيز ملګری دی په دغه پلاوي کې له عبدالله عبدالله سره ښکته پورته کيږي. له اسحاق ګيلاني ور اېخوا د عبدالله عبدالله بله ټاکنېزه ملګرې فرخنده زهرا نادري هم اسلام اباد ته تللې ده.    

که څه هم د سياسي هوکړې اړوند ډاکتر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر وټاکل شو، خو عبدالله عبدالله لا هم، د حکومت دننه سياستونو کې او هم بهرنيو هېوادونو ته سفرونو کې يوازې او يوازې د خپلې ټاکنيزې ډلې استازېتوب کوي او له هغوی سره ښکته او پورته کيږي. 

له عبدالله عبدالله ژوره ګيله دا ده چې له خپل اړخ يوازې لس هغه وزيران د نوماند وزيرانو په ډول معرفي کړي دي چې په ټاکنيز ټيم کې ور سره وو او ډېری يې هم تاجکان دي. 

عبدالله عبدالله ملي کېدو ته اړتيا لري او دا به وخت واخلي چې دی له ګوندي او په ځانګړي ډول د جمعيت ګوند او همدا ډول له ټاکنيز، هغه هم په ځانګړي ډول د همپالنې ټيم له سياست ځان را بهر کړي.