روهي (درې نۍ/۸ د تلې)، څو ورځې وړاندې حکومت امر وکړ چې که چېرې دولتي مامورین برېښنايي پېژند پاڼې ونه وېشي، نو مياشتنی معاش به يې وځنډيږي او نه به ورکول کيږي.
د حکومت دغه کړنې ته د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضيا مسعود غېر مستقيم غبرګون ښوودلی او پر فېسبوک يې لېکلي دي، چې د يو خاص هويت بايد د افغانستان پر نورو قومونو ونه تپل شي.
احمد ضياء مسعود په څرګنده د افغانیت کلمې په اړه څه نه دي ليکلي خو ويلي دي، چې برېښنايي پېژند پاڼو (د افغانستان اسلامي جمهوريت) لېکل بسنه کوي او د نورو کلمو لیکلو ته اړتيا نشته.
نوموړي پر افغان حکومت تور پوري کړی دی، چې يو قومي هويت د افغانستان پر نورو قومونو د خپل واک څخه په ګټې قبلوي. مسعود حکومت ته خبرداری ورکړی چې له داسې کړنو دې لاس واخلي.
احمد ضياء مسعود ګواښ کوي چې د حکومت دا ډول پروژې به افغانستان کې يو نوی بحران رامنځ ته کړې چې وضعيت به کړکېچ لور ته يوسي.
احمد ضياء مسعود دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر اوسه يو مېلېون برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوې دي او د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ د افغان کلمې او قومونو نومونو په ذکر سره په چټکۍ وړاندې روانه ده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200929_231113_406.sdocx-->
وروستي