ولې ځینې کسان په ژوند کې ژر پریکړه نه شي کوی؟

ځینې کسان به مو لیدلی وي، چې تل په هر کار کې زړه نا زړه وي او دوی د یوې موضوع په اړه پریګړه نه شي کوی. د دې کسانو د دې زړه نا زړه کېدو علت څه دي او دوی ولې په اسانۍ پریکړه نه شی کوی؟ د دې دوه زړي توب اغېزې د دوی په ژوند څه منفي پایلې لري او څه ډول دا کسان کولای شي له دې دوه زړی توب څخه ځان و ژغوري؟ دا هغه پوښتنې دي، چې باید ځواب یې تر لاسه کړو.

لومړی: هغه کسان نه شی کوی؛ چې په ژوند کې خپله پریکړه وکړي او په هر کار کې زړه نا زړه یا دوه زړي وي، چې دوی له ماشومتوبه  ډېر نازولی وي او هر کار یې مور، پلار یا د کورنۍ نورو غړو ورته کړی وي او دوی په ژوند کې کومه پریکړه یا کار خپله نه وی کړی. دوی بل وخت هم د نورو د مشورې په تمه وي؛ ځکه دوی نه کله خپله د کومې موضوع په اړه پریکړه کړې او نه یې کوم کار کړی. نو څه ډول به په ځان باور وکړي او د ژوند یوه پریکړه به خپله ونیسي. دا هغه کسان دي، چې تل په نورو تکیه کوي، ځکه کورنۍ یې داسې مفت خوره اموخته کړی او په ژوند کې یې کله هم د کوم مسؤلیت احساس نه دی ورکړی.

دویم: هغه کسان هم په ژوند کې پریکړه نه شی کولای؛ چې دوی ته له ماشومتوبه چا توجه نه ده کړې، نه یې چا خبرو ته غوږ نیولی نه یې د دوی خبرو ته ارزښت ورکړی. بلکې خبرې یې ریشخند شوی د دوی نظر ته په سپکه کتل شوي، توهین شوي او دې انسانانو ته داسې احساس ورکړل شوی، چې ته په هېڅ نه پوهېږي؛ نو ځکه دوی په ځان باور نه شي کوی. په ژوند کې په هر کار کې زړه نا زړه وي او له بې جراتۍ او بې باورۍ څخه په ژوند کې کومه پریکړه نه شي کوی.

درېم: هغه کسان هم تل د یو کار په کولو یا یوه پریکړه کې زړه نا زړه وي، چې دوی له سره هېڅ په ځان باور نه لري یا یې د کوم لامل په اساس په ځان باور له لاسه ورکړی دی.

ډېری کسان پرته له کوم لامله جرات نه لري او زړه نه کوي چې یو کار وکړی یا د کومې موضوع په اړه پریکړه وکړي. چې د دې لامل به کېدای شي روان پوهانو ته معلوم وي. خو موږ یې د خدایي بې جراته په نوم پېژنو چې دوی له ویرې نه شی کوی په ژوند کې پریکړه وکړي او تل زړه نا زړه وي. بل هغه کسان نه شی کوی؛ چې په ژوند کې پریکړه وکړي، چې دوی یو ځل یوه کار کې ماته خوړلې او له بیا ماتې ویره لري، نو ځکه نه شي کوی بیا پریکړه وکړی او په یوه موضوع کې زړه نا زړه وي.

په ژوند کې دوه زړي توب انسان ته لوی زیان لري، چې د دې دوه زړي توب له امله ډېری کسان په هره موضوع کې په شپو شپو فکر کوی او خپله روحي ارامتیا یې له لاسه ورکوي. چې کېدای شي دا کار انسان په ډېرو بدو ناروغیو اخته کړي. بل لوی زیان د دوه زړي توب دا دی، چې دا ډول کسان تل په ژوند کې له ناکامۍ سره مخ وي او پرمختګ نه شي کوی.

هېڅکله په یوه موضوع کې مه دوه زړي کېږئ؛ په ځان باور ولرئ په ځینو موضوعاتو کې له با تجربه، پوه او اخلاصمندو کسانو څخه مشوره واخلئ، خو تل د خپل ژوند ټولې پریکړې نورو ته مه پریږدئ او په نورو تکیه مه کوئ. په هره موضوع کې مه زړه نا زړه کېږئ، په ځان باور ولرئ او خپله پریکړه وکړئ. که د ژوند په کومه مهمه موضړع کې دوه زړي وئ. الله ته رجوع وکړئ او د استخارې لمونځ ادا کړئ، تر څو له دې دوه زړی توب نه و ژغورل شئ الله به تاسې ته هغه لار وښئ، چې ستاسې په خیر وي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200929_141605_903.sdocx-->