ډاکټر نجيب الله (احمدزی) وپېژنئ


زوکړه او کورنی ژوند:
ډاکټر نجيب الله په ۱۹۴۷ز کال کې چې په افغانستان کې د محمد ظاهره شاه پاچاهي وه وزږېد. ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی او په خټه پښتون او د پکتيا د احمدزيو قوم څخه دی. د ډاکټر نجيب الله پلار د محمد ظاهرشاه په پاچاهۍ کې په پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ کې سوداګريزي استازی وو. نوموړي له فاتنا نجيب سره واده وکړ او درې اولادونه لري چې ټولې يې لورګانې دي. هيله نجيب او موسکا نجيب د ډاکټر نجيب الله دوه هغې لورګانې دي چې د نوموړي لار تعقيبوي او سیاسي فعالیت لري. 


زده کړې:
ډاکټر نجيب الله د کابل په حبيبه ښوونځۍ کې شامل شو او له همدې ښوونځي څخه يې د دولسم ټولګي سند تر لاسه کړ. وروسته نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته بريالی شو او په ۱۹۷۵ز کال کې د همدې پوهنځۍ څخه د معالجوي ډاکټر په توګه فارغ شو.


سياسي فعاليت:
هغه وخت چې د خلق ديموکراتيک ګوند په افغانستان کې سياسي فعاليت پيل کړ، نو ډاکټر نجيب الله د محصلۍ په دوره کې ؤ او له دغه سياسي ډلې سره يې مينه پيدا شوه. په ۱۹۶۵ز کال کې ډاکټر نجيب الله د همدې سياسي ګوند غړی شو او فعاليت يې د پرچم په نوم سياسي برخې سره ډېر ؤ.


په ۱۹۷۷ز کال کې نوموړی د خلق ديموکراتيک ګوند د مرکزي کمېټې غړی شو. يو کال وروسته دغه ګوند په افغانستان کې د (غوايي اوومې) په نوم پوځي کودتا تر سره او د حکومت واک يې په لاس کې واخېست. د خلق ديموکراتيک ګوند په بهرني سياست کې (د افغانستان د خلق ديموکراتيک) ګوند په نوم يادېدو، خو دننه بيا په دوه ډولو يانې، خلق او پرچم باندې وېشل شوی وو. د ببرک کارمل په مشرۍ ډاکټر نجيب الله او يو شمېر نورې مشهورې څېرې د پرچم اړخ غړي ؤ او په خلق اړخ کې مخکښ کسان نور محمد تره کی او حفيظ الله امين وول.


دا چې په د دغه دوه ډولو ترمنځ اړيکې ښې نه وي او واک د خلق ډلې سره ؤ، نو ډاکټر نجيب الله يې په ايران کې د افغانستان سفير کړ او د کابل له سياسي صحنې يې بيرون کړ. له سفارت را وروسته بيا په ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۵ کال پوري نوموړی د پنځو کانو لپاره د حکومت د اطلاعاتي خدماتونو (خاد) رئيس وټاکل شو.


د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په لومړيو کالونو کې د پخواني شوري اتحاد پوځيان له افغانستان څخه بهر شول او له افغانستان څخه يې خپل ډيری ملاتړ واخېست. ډاکټر نجيب الله په دغه موده کې ډېرې سمونې رامنځ ته کړې او د سولې عمومي پروسه يې اعلان کړه.
.
هغه وخت چې د مجاهدينو په نوم پاکستان او ايران مېشتې ډلې کابل ته را دننه شوې او نوموړي ته يې اجازه ورنه کړه چې هند ته لاړ شي او په کابل کې يې د ملګرو ملتونو په دفتر کې نظر بند کړ. له ډاکټر نجيب الله سره هوکړه داسې شوې وه چې هېواد به خوشی کوي هند ته به لېږل کيږي، خو له جوزجان او فارياب راغلې د عبدالرشيد دوستم ملېشه ځواکونو يې هوايي ډګر کې مخه ونېوله او بېرته د ملګرو ملتونو دفتر ته ولېږل شو.


هغه وخت چې طالبانو د کابل واک په لاس کې واخېست نو ډاکټر نجيب الله يې لومړۍ په ډزو ووژلو او وروسته يې د کابل ښار په اريانا څلورلارې کې په دار ځوړند کړ. د ډاکټر نجيب الله سره دې هغې ورور هم ووژل شو. طالبانو سېګرېټ او پيسي د ډاکټر نجيب الله او د هغې په خوله او لاسونو کې ورکړي وو. 

ډاکټر نجيب الله د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له ګوندي اړخ اوښتي او يو ملي کس ګرځېدلی وو. نوموړي د ملي مصالحې حکومت اعلان، وروسته يې په خپلې خوښې مجاهدينو ته حکومت خوشی، د طالبانو په راتګ سره په دار او د مجاهدینو په حکومت کې خلک د ډاکټر نجيب الله ارمانجن شول. دغه او ورته نورې مسالې دي چې ډاکټر نجيب الله د مېلېونه افغانانو په زړونو کې ځای پيدا کړی دي‌.