د ویټامین (A) کموالی د کومو ناروغیو لامل کېږي؟


ویټامینونه د انسان په وجود کې  مهم رول لري، چې که له دو څخه یو ویټامین د انسان په وجود کې کم شي د بېلا بېلو ناروغیو لامل کېږي. ډېری ناروغی د همدې ویټامینو او منرالونو د کموالي له امله وي. د ویټامینو له ډلې څخه ویټامین A هم د وجود له مهمو ویټامینو څخه دی، چې د انسان وجود ورته ډېره اړتیا لري. د وروسته پاتې هیوادونو وګړي تر ډېره د ویټامینونو له کموالي سره مخ وي، چې له دې ډلې څخه ویټامین A هم دی. دا چې د ویټامین A د کموالي له امله انسانان له کومو ناروغیو سره مخ کېږي او د دې ویټامین د کموالي لامل څه دي په دې موضوع به رڼا واچوو.

شب کوري یا د شپې له خوا نه لیدل هغه ناروغي ده، چې د ویټامین A د کوماولي له امله رامنځته کېږي. حتی دا هم کېدای شي چې د ویتامین A د کموالي له امله یو انسان بېخي نا بینا شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د درېمې درجې په هیوادونو کې هر کال له ۲۵۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ پورې ماشومان د ویټامین A د کموالي او سوءتغذی له امله  نابینا کې چې نیم یې هر کال له دې وروسته بیا مري.

څېړنې دا هم وایي هغه امیدواره ښځې چې د ویټامین A له کموالي سره مخ وي؛ د زیږون په وخت کې مري او یا هم د دوی د شب کورۍ لامل کېږي، چې دا یې پر ماشوم هم ناوړه اغېزې لري. ویټامین A د انسان د وجود مقاومت د مکروبونو په مقابل کې زیاتوي. هغه ماشومان چې د ویټامین A له کموالي سره مخ وي د هغوی د وجود مقاومت د مکروبونو په مقابل کې ډېر کمزوری وي؛ چې دا د دې لامل کېږي، چې دا ماشومان په بېلا بېلو عفوني ناروغیو اخته شي. چې دا په ماشومان کې د رشد د کمزورتیا او مرګ د خطر د زیاتېدو لامل کېږي.

سره له دې چې ویټامین A د شب کورۍ او سترګو د دید د کموالي او حتی نا بینا کېدو لامل کېږي؛ ځینې سرطانونه هم د دې ویټامین د کموالي له امله را منځته کېږي.

د ویټامین A د کموالي لاملونه: د ویټامین Aد کمووالي اصلي لامل ناسم خواړه دي. د درېمې درجې هیوادونه له پوره فقر سره مخ دي، چې د ورځې په پوره اندازه خواړه نه شي پیدا کوی. چې دا نا سم او کم خواړه د دوی په وجود کې د بېلا بېلو و يټامینونو د کمېدو لامل کېږي. هغه میندې چې خپله د ویټامینونو له کموالي سره مخ وي او دوی خپل ماشوم ته په دې وخت کې شېدې ورکوي د دوی ماشوم هم د ویټامینو له کمښت سره مخ کېږي. سربېره پر خوراکي موادو د اوسپنې کموالی هم په وجود کې د دې لامل کېږي ، چې د ویتامینونو په جذب کې ګډوډي رامنځته کړي. د حیواناتو غوښې، لبنیات او د چرګې هګۍ د ويټامین A له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.