هرات کې سبا د ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين ياد غونډه کيږي 

روهي (جمعه/۴ د تلې)، که څه هم کابل کې د لويې جرګې په خيمه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين لمانځ غونډه لغوه شوې ده خو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې يې د لمانځنې تياري نېول کيږي. 

د هرات ولايت د سفر تخت په نوم تالار کې سبا لس بجې دغه مراسم نېول شوي دي او د ښار په بېلا بيلو برخو کې د شهيد کلمې سره د ډاکټر نجيب الله انځورونه لګول شوي دي. 

ډاکټر نجيب ۲۴ کاله وړاندې د ميزان مياشتې پر ۵ نېټه کابل کې ووژل شو او بيا وروسته پر اريانا څلور لارې ځوړند شو.