حکمتيار ته د دانش سپيناوی: د ايران تابيعت نه لرم؛ احمدشاه بابا او شاه غازي  امان الله خان ته درناوی لرم

روهي (جمعه/۴ د تلې)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د افغانستان د اسلامي ګوند مشر سرور دانش وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی او هغه يې له حقيقت لېرې بللې دي. سرور دانش د ګلبدين حکمتيار د خبرو د رد ترڅنګ ويلي دي چې نوموړي له شيعه فقې پوره مالومات نه لري. 

سرور دانش پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د ايران تابيعت نه لري او نه يې هم په ټول ژوند کې دا ه کړې ده چې د کوم بل هېواد تابيعت واخلي. د جهاد او هجرت په دور کې مې هم د افغانستان تابيعت درلود په دې وياړ کوم چې د افغانستان وګړی يم. 

سرور دانش لېکلي دي چې باميانو ولايت کې د ده خبرې د کوم خاص قوم يا پښتون کوم په اړه نه دي کړي او هلته يې د خبرو موخه يوازې د جمهوريت، شاهي او امارت نظامونو پرتله وه. سرور دانش لېکلي دي چې دا تاريخي حقيقت هم دی چې په تېرو څه د پاسه دوه سوه کالونو کې افغانستان کې يوې قبیلې  پر ټول هېواد واکمني کړې ده چې حکمتيار يې هم يادونه کړې. 

سرور دانش وړاندې زیاته کړې ده، "د سولې نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه کې مې هم وويل چې د احمدشاه دراني په څېر چې د نوي افغانستان بنسټګر دی او شاه غازي امان الله خان په څېر شخصيتونو ته پوره درناوی لرم." د ولسمشر دويم مرستيال ويلي دي چې اوس مهال په افغانستان او نړۍ کې د خلکو د خوښې حکومت جمهوريت دی چې د خلکو د رايو پر بنسټ منځ ته راځي؛ شاهي حکومتونه او يا هم د طالبانو د امارت په څېر نظام د منلو نه دي. 

سرور دانش له ګلبدين حکمتيار ګيله کړې ده چې کله دی د افغان حکومت د سولې بهير سره يوځای کېدلو نو دی يې د هرکلي لپاره تر ننګرهار ولايت ورغلی وو خو حکمتيار د ده په اړه بې بنسټه څرګندونې کړې دي. 

د ولسمشر دويم مرستيال ادعا کړې چې ګلبدين  حکمتيار د اسلام د مبارک دين د مذهبونو په اړه پوهای نه لري او د شعيه فقې په اړه يې داسې خبرې کړي چې د ده د مالوماتو پر نشتون دلالت کوي. 

سرور دانش په اخير کې ټېنګار کړی دی چې د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو او په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، نو هر ډول قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهل د هېواد پر زيان دي او اوس مهال هېواد يووالي ته اړتيا لري. 

د يادونې ده چې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار دوه ورځې وړاندې له ملي تلويزون  سره په خپلې وروستۍ مرکې کې د سرور دانش هغه خبرو ته غبرګون وښوود، چې باميانو کې يې د سدوزيو او محمدزيو قومونو په اړه کړې وې.