د احمد شاه بابا د شعرونو ديوان يې ورته ورکړ؛ کرزي له سرور دانش غوښتې چې دا ولولي


روهي (څلور نۍ/۲ د تلې)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې په موخه د هغې استوګن ځای ته ورغلی وو.
 
حامد کرزي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې په دې لېدنه کې د افغانستان د سولې پر بهير او يووالي خبرې شوې او همدا ډول يې سرور دانش ته د احمد شاه بابا د شعرونو ديوان ډالۍ کړ.
 
حامد کرزي لیکلي، "د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محترم استاد سرور دانش سره وکتل.
په دغه کتنه کې سربېره پر دې چې د افغانستان د سولې د پروسې او د دغې پروسې د کامیابي په باب هر اړخیزې خبرې وشوې، دواړو لورو د ملي اتحاد او اتفاق پر لا ډېر تحکیم ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش د افغانستان تاریخي افتخارات او ویاړلي مشران د افغانستان د ټولو خلکو ګډ میراث وباله او د هغوی عزت او احترام یې د دې خاورې د هر وګړي وظیفه وبلله.

د دغې کتنې په پای کې حامد کرزي د احمدشاه بابا د اشعارو دیوان ښاغلي دانش ته ډالۍ کړ."
 
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څو ورځې وړاندې له احمد شاه بابا نېولي بيا تر سردار محمد داود خان پوري افغان شاهان دیکتاتوران او د طالبانو په څېر بللي وو، چې سخت غبرګونونه يې هم راپورته کړل. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200923_171345_321.sdocx-->