سعودي عربستان کې بیرته د حج عمرې مراسم پیلیږي

روهي(څلور نۍ/۲ تله)، په نړۍ د کرونا وېروس څپې راتلو وروسته د ګڼو نورو بندیزونو سره سره سعودي عربستان دې هېواد کې د حج عمرې مراسم هم ځنډولې و، خو اوس ښايي د روانې میاشتې په دیارلسمه د حج عمرې مراسم له سره پیل شي.

د سعودي عربستان رسنیو خبرداری ورکړی چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په پیل کې به بیرته د سعودي عربستان حکومت به بیرته د عمرې مراسمو د ترسره کیدو اجازه ورکړي.

د سعودي عربستان ځينو رسنیو ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي چې ددې مراسمو د ترسره کېدو لپاره به ځانګړې تګلاره جوړېږي او د ټولو روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره به د عمرې مراسمو د ترسره کېدو لپاره اجازه ورکوي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200923_082204_111.sdoc-->