په پښتو ژبه کې وییکي (اداوت) څه ته وایي؟


ادات هغه نه ګردانېدونکي او نا خپلواک مورفیمونه دي، په ځانګړي ډول مانا نه لري؛ خو په جمله کې یې استعمال مانا جوړوي.


ادات په جمله کې د کلیمو د ارتباط او یو ځای کېدو دنده لري، یعنې د دوو کلیمو او جملو تر منځ اړیکه را منځته کوي.
 
ادات د استعمال له مخې په ساده او ترکیبي بڼو کارول کېږي، چې هر یو د کاروني خپل ځای لري. په پښتو ژبه کې ادات د بېلا بېلو مفاهیمو له پاره کارول کېږي؛ چې دا ادات بېلا بېل ډولونه لري.
 
۱.ارتباطي ادات: هغه ادات دي، چې د دوه خپلواکو مورفیمونو تر منځ رابطه جوړوي او یا د دوه عبارتو، ترکیبونو یا جملې تر منځ اړیکه جوړوي. د ارتباطي اداتو په واسطه ځینې وخت دوه ترکیبونه، دوه عبارته یا دوه جملې سره یو ځای کېږي او یو واحد مفهوم یا مانا جوړي. دا ادات په ساده او ترکیبي بڼو کارول کېږي.
 
الف ـ ساده: لکه چې، هم، څو، که، بیا، مګر، خو او ... دا هغه ارتباطي ادات دي، چې په ساده ډول په جمله کې کارول کېږي.
 
بېلګې:
ته چې راغلې هغه ولاړه؛ ما  خو ورته وویل چې مه ځه. او ...

ب. مرکب: دا ادات په جمله کې په مرکب ډول کارول کېږي. لکه: څنګه چې، هسې هم، بیا هم، څومره چې، هماغومره چې، که څه هم او ...

بېلګه: که څه هم هغه دومره لایقه نه وه. یا څنګه چې ته ویلي وه ما هغسې ورته وویل او ...
 
۲. تشبیهي ادات: دا هغه ادات دي، چې په جمله کې د دوه وو یا زیاتو څیزونو ورته والی او مشبهات ښیي؛ چې په عنعنوي ګرامرونو او ادبي فنونو کې دا ادات د حرف تشبه په نامه یاد شوي دي. لکه: په څېر په، په دود، په ډول، غوندې، په رنګ، په شان په توګه او ...
 
بېلګه: احمد د محمود په څېر دی. یا لکه ګل غوندې ماشوم وه. او ...
 
۳. د عطف ادات: دا ادات کلیمې او جملې سره یو ځای کوي، دا ادات هم د ارتباطي اداتو دنده سرته رسوي. لکه: او، که، یا، چې د د دوه څیزونو تر منځ ارتباط ښیي.
 
بېلګه: پلار او مور پر موږ حق لري. تور که سپین. ښه یا بد. او ...
 
۴ـ د اضافت ادات: د اضافت ادات هغه دي، چې شیان او پدیدي اړوندوي او ملکیت ښیي. پښتو ژبه یوازې یو د اضافت توری لري؛ چې هغه ( د) دی. د احمد کتاب، د لیلې پېزوان، د انار ګل، د پسرلي ښکلا او ... چې په دې ځای کې( د) د یو څیز ملکیت څرګندوي.

                                              اخځونه
۱ـ خویشکی، محمد صابر.( ۱۳۹۴) .پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه. جلال اباد: حتیځ خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
شبانه پوپلزۍ
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_133902_365.sdocx-->