قفس

مور مې په ژړا راته وويل:
ـ زه به نو څه ووايم، د پلار کار دې دی، هغه سره کله خبره کېږي...

په ژړا مې ورته وويل:
ـ خېر ده مورې، ما هغه کور نه ده خوښ، ما هغوی ته مه ورکوئ...

مور مې ورو وويل:
ـ غلې شه، خبرې به دې پلار واوري...

له کوټې په ژړا ووتم، برانډې کې مې ديوال ته تکيه ووهله، ما ژړل، مرغۍ پاس په قفس کې راته چغيده.

هغه وخت راياد شو، چې پلار مې دا مرغۍ اخيسته، زه ورسره بازار ته لاړه وم، له يوه قفس نه يې راوويسته، پلار مې ورته بل نوی قفس واخيست، مرغۍ يې په نوي قفس کې واچوله، مرغۍ په دې کې هم لکه د بل قفس پورته پورته الوته او چغيده.
پای