ننګرهار کې پولیسو دوه تنه د ریکشا د غلا په تور ونیول

روهي (درې نۍ/۱ د لړم)، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د شپږمې حوزې پولیسو دوه تنه د اشټرنګي ریکشا د غلا په تور نیولي چې د څېړنو پر مهال یې پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

یاده ریکشا شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د عبدالمنان په نوم یو کس څخه غلا شوې وه چې هم مهاله یې امنیتي حوزې سره د عاملینو د نیولو په موخه معلومات شریک کړي وو.