ولسمشر د سرور دانش په ځواب کې: غازي امان الله خان خپلواکي وګټله او موږ د داوود خان هیلې عملي کوو

روهي (دوه نۍ/۳۱ د وږي)، وروسته له هغې چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش تېره ورځ په باميانو ولايت کې له احمد شاه بابا دراني تر سردار محمد داود خان افغان پاچاهانو ته  سپکاوی وکړ او دوی يې ديکتاتوران ياد کړ، ولسمشر غني نن ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په غېر مستيقم ډول  د سرور دانش خبرو ته ځواب ورکړ. 

ولسمشر نن ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې نړيوالې ورځې د لمانځ غونډې په يوې برخې کې ويلي دي، چې "غازي امان الله خان خپلواکي وګټله او موږ د داوودخان هیلې عملي کوو. مېړانه، اراده او د افغانستان جهاد زموږ د هر وګړي ویاړ دی او ټولو افغانانو پورې اړه لري."

ولسمشر غني په ننۍ ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ومني. هغه زیاته کړه، په مذاکراتو کې باید مداخله ونشي او د دولت مذاکره کوونکي پلاوي بشپړ ملاتړ دې وشي، ترڅو په قوت سره د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه استازیتوب وکړي.

ولسمشر د جمهوري نظام په اړه ويلي دي چې د جمهوریت لمن پراخه ده او په جمهوریت کې زغم دی. هغه ټینګار وکړ چې سوله د نړۍ د ټولو خلکو او تر ټولو زیات د افغانانو بشري او اساسي حق دی.

د يادونې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت نننۍ ناسته کې سرور دانش هم وويل چې له تېرې ورځې له خبرو يې موخه قومي نه وه؛ د نوي افغانستان بنسټګر احمد شاه دراني او شاه غازي امان الله خان ته درناوي لري.