په پښتو ژبه کې ورستربلونه

 په پښتو ژبه کې ورستربلونه

سربلونه  یا د دري ژبې پسوند یا پسینې هغه نا خپلواک او نه ګردانېدونکي مورفیمونه دي، چې په جملو او فقرو کې تر یو نوم او نومځري وروسته راځي او له سربل سره د نوم د دریځ اوحالت په روښانولو کې مرسته کوي.ورستربلونه هم ګرامري مانا لېږدوي؛ خو په جملو کې د خپلواکو مورفیمونو د تړښت له مخې رواني مانا پیدا کوي او دا توکي نه تصریفېږي یا نه ګردانېږي. بلکې نوم تصریفولای شي. استاد محمد قسیم چمتو په خپل اثر تشریحي ژبپوهنه کې وایي: (په دري او انګریزي ژبه کې ورستربلونه نشته او دا ژبې ورستربلونه نه لري.)  

دا نا خپلواک توکي په جمله کې ډېر ارزښت لري او د ډېری سربلونو د کارونې ځایونه د همدې ورستربلونو له مخې معلوموو. چې د پښتو ژبې ډېر کاریدونکي ورستربلوه په لاندې ډول دي:

کې، پسې، پورې، لاندې، باندې، سره، له پاره او هم او ... ورستربلونه په پښتو ژبه کې لیدل کېږي. چې د هره یوه بېلګه به یې په لاندې ډول وړاندې کړو.

۱ . (کې) په پوهنتوتون کې یم.  په دې جمله کې ( په ) سربل او (کې)ورستربل دی. 

۲ . (پسې) په مور پسې خفه ده. ( په ) سربل ( پسې) یې ورستربل دی. 
 
۳ . ( پورې) تا پورې یې وخندل. ( په ) سربل ( پورې ) ورستربل دی. 

۴ . ( له پاره) د محمودې له پاره راغلم. په دې ځای کې ( د) سربل ( له پاره ) ورستربل دی. 

۵ . ( باندې ) پر هغه باندې مې پور دی. ( پر ) سربل (باندې) ورستربل دی. چې ډېری وخت دا ورستربل لویږي او نه کارول کېږي. 

۶ . (تر) ځمکې لاندې تیل دي. ( تر ) سربل ( لاندې ورستربل دی. 

۷ . (سره) له هغوی سره دا هم ځي. ( له) سربل (سره) ورستربل دی. 

۸ . ( څخه ) له تا څخه خوابدي وه. ( له ) سربل (څخه) ورستربل دی. 

چې دې ته ورته نور ورستربلونه هم په په پښتو ژبه کې شته. 

په پښتو ژبه کې دا ورستربلونه په درېوو ډلو ویشل شوي دي. 

۱ـ یوستوي ورستربلونه: دا هغه ورستربلونه دي، چې په یوستوي بڼه کاریږي. لکه: سره، پورې، ځنې، څخه او... 

اشتقاقي او ترکیبي ورستربلونه: هغه ورستربلونه دي، چې په جمله کې په ترکیبي یا اشتقاقي بڼه کاریږی. لکه: له پاره، له مخې، به لاندې ډول، راهیسې، سره ـ سره، دننه – دننه او ...

۳ـ بدل یا درغلي ورستربلونه: هغه ورستربلونه دي، چې د ( د) او ( په) سربلونه له یو شمېر نومونو او ستاینونو سره یو ځی کېږي او ځانګړي ورستربلونه جوړوي. لکه: په درناوي، په ګډون، په خوښه، په پلوۍ، په مینه او... 

چې دا وستربلونه هم په پښتو ژبه کې د کارونې ډېر موارد لري. 

                                          اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. (۱۳۹۶ ). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدو. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه