موږ ټول د سولې تږي يو

موږ ټول د سولې تږي يو
لېکواله: ډېوه؛ د چين مډيا ګروپ، د پښتو څانګې خبرياله 
_______________________
د ۲۰۰۱کال د سپتمبر په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره تائيد کړه له ۲۰۰۲کال څخه به هر کال د سپتمبر ۲۱نېټه د سولې نړيوالې ورځ په نوم وي. په ياد پريکړه ليک کې درج شوې د سولې نړيواله ورځ بايد په ټوله نړۍ کې د اوربند او د زور زياتي د ختمېدو ورځ اوسي. د ټولو هېوادونو له خلکو په کې غوښتنه شوې په دې ورځ دښمنۍ، بريدونه او جګړييز فعاليتونه متوقف او يا ختم کړي. 

⦁ د جګړې تر پيل وروسته د جګړې درول او د سولې راوستل اسانه کار نه دی، خو د سولې مشعلونه او ډيوې د انساني تمدنونو په شان هېڅکله بې رڼا نه دي شوي تل روښانه او ځلانده ساتل شوي دي.

د انسانانو په تاريخ کې د جګړو پېښې کمې نه دي د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د دوه نړيوالو جنګونو د ناخوالو کيسې لا هم زموږ په ذهنونو کې شته دي، هغه غمونه، کړاوونه او دردونه لا هير شوي نه دي. د دويم نړيوال جنګ په وخت کې په اسيا، اروپا، افريقا کې د فاشيزم ضد حيرانوونکي جنګونه پيښ شوي، په ټوله نړۍ کې مبارزينو د عدالت لپاره او د خپلو حقه حقوقو لپاره مبارزې کړې دي، په اتفاق، اتحاد او په ګډه يې له تيري کوونکو سره مقابله کړې ده او په سخت حال او وضعيت کې يې د سولې هيلې پر باور ټينګار کړی دی. اويا کالونه مخکې انسانانو په دوه نړيوالو جنګونو کې ډېر څه له لاسه ورکولو تمام شول، څه مو تر لاسه کړي؟ پر څه بايد ټينګار وکړو؟ له څه سره مخالفت وکړو؟ څنګه کولی شو د ورته تراژيديو د تکرار مخه ونيسو؟

د ځوانانو راتلونکې به څنګه وي؟ دوی څنګه کولی شي په سوله کې خپل ارمانونه او هيلې ولټوي ورته ورسيږي؟ د ښکلي ژوند له نعمتونو، رنګينيو څرنګه خوند او لذت اخيستلی شي؟ دا هله شونې او ممکنه ده چې چېرې جنګ نه وي، هلته سوله وي، وروري وي، ارامي وي د خدای په راکړو نعمتونو مو شکر ايستل وي او ترې په ښه توګه مو ګټه اخيستې وي. 

هغه چې په جنګونو کې ګډون ته اړ شوي او د جنګونو سختۍ او غمونه يې ليدلي، د سولې او  امن ژوند ته تر هر څه زيات ارزښت ورکوي. د ملګرو ملتونو د يونېسکو سازمان د عمومي مقر ودانۍ په وړاندې يوه ډبرينه کتيبه ده ورباندې بېلابېلو ژبو کې يوه جمله حک شوې ده، جګړې د خلکو له نظريو راپيدا شوې، بايد د خلکو په نظرونو کې د سولې ساتلو لپاره ورته کلک ديوالونه جوړ شي.  

⦁ په افغانستان کې سوله د هر چا او د ټولو ګډه هيله ده
په دې وروستيو دوو کلونو کې په افغانستان کې څو د پام وړ تاريخي شيبې رامنځته شوې. د ۲۰۱۸کال په پای کې امريکا او طالبانو رسمي تماسونه پيل کړل د سولې خبرې اترې يې ګام په ګام ترسره کړې د ۲۰۱۹کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د دواړو خواوو ترمنځ د قطر عربي هیواد پلازمينه دوحه کې په هوکړه توافق او لاسليک وکړ، په افغانستان کې د امريکا لخوا پيل شوې نولس کلنې جګړې د پای موندلو لپاره ورسره نسبي لار هواره کړه. د همدې موخې لپاره په افغانستان کې ميشت د امريکايي پوځونو پړاو په پړاو ايستلو مهالوېش ترتيب شو. د زياتو سياسي شنونکو په اند، په افغانستان کې رښتينې، دايمي سولې ته رسېدل لا اوږدو پړاوونو ته په لوړه ژوره لاره کې سخت مزل کولو ته اړتيا لري. د افغانستان حکومت بايد له دې طلايي فرصت څخه د خپل ولس، هيواد د بقا لپاره په اعظمي توګه استفاده وکړي د طالبانو سره د پخلاينې خبرې اترې تر وروستي حده او حل پورې پر مخ يوسي او د يو ګډ جوړ جاړي موافقې ډالۍ ټولو ته وړاندې کړي.

له څو مياشتني ځنډ وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې بالاخره د قطر په دوحه کې پرانيستل شوې. که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه او اختلافونه شتون لري، خو د دغو مذاکراتو پيل د سولې رامنځته کولو په لاره کې يو تاريخي ګام دی او د سولې په اړه د خلکو هيلې ورسره زياتې غوړېدلې دي. 

د يوې شميرنې له مخې، له ۲۰۱۹کال تر نومبر مياشت پورې د افغانستان په جګړه کې د افغان وژل شوو پوځيانو شمېر له ۶۴زرو څخه زيات ثبت شوی دی. د ملکي مرګ ژوبلې، ځاني او مالي زيانونو رښتينی شمېر له حسابه وتلی دی. د څو لسيزو جګړو راهيسې په ځينو سيمو کې او عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې پيښې هره ورځ وي، هر کور، کورنۍ کلی او سيمه د خپلو نژدې خپلوانو عزيزانو په وير تيروي او د بلې بدې ناوړه خونړۍ پېښې څخه په ويره او اندېښنو کې د ژوند سختې شپې ورځې سبا کوي. ددې حالت څخه د ځان ژغورنې، ورته د پای ټکی ايښودلو لپاره بين الافغاني مذاکراتو غونډه تر ټولو ارزښتناک او غوره فرصت دی کله چې د طالبانو او امريکا، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوې،  د خلکو په زړونو کې د سولې مړاوې هيلې دوباره تازه او غوړېدلې دي. 

⦁ د بين الافغاني مذاکراتو په لاره کې ښايي ستونزې ډېرې وي، خو سياسي لار لا تر اوسه د جنجالونو حلولو لپاره يوازېنۍ لاره ده. 
په افغانستان کې له بده مرغه جنګونه د څو لسيزو راهيسې دوامداره پاتې شوي دي، خلک له جنګونو کرکه لري او ستړي دي. اټکل کېږي چې د بين الافغاني مذاکراتو لاره به دومره اسانه بې جنجالونو نه وي، خو سوله د افغانانو ستره يوازېنۍ هيله ده. بين الافغاني مذاکرات بايد د سياسي حل پر لوري، د افغانانو تر لارښوونې لاندې او ټولشموله موخې پر محور باندې ولاړ اوسي. 

زه نژدې د شلو کلونو راهيسې ان چې په پوهنتون کې د پښتو ژبې په زده کړه بوخته وم، بيا د خپلو کارونو په ترڅ کې، هره ورځ د افغانستان حالت او پېښې له نژدې څارم او ګورم، په دې ترڅ کې مې ډير ښه افغان دوستان موندلي دي. زه يوه چينايۍ يم په چين کې ژوند کوم او په دې ښه پوهېږم چې چين د افغانستان د يو ګاونډي، ښه دوست په توګه د زړه له کومې هيله لري په افغانستان کې رښتينې دايمي سرتاسري سوله رامنځته او ټينګه شي اقتصاد يې پرمختګ ومومي. زه په دې پوهيږم افغانستان د طعبي غني سرچينو، خوندورو وچو تازه ميوو لرونکی بډايه هيواد دی، د خپلو دې سرچينو په مټ کولی شي ژر په خپلو پښو ودريږي، د سولې تږي افغانستان تنده ماته کړي، دا هر څه په کمه موده کې شوني او امکان لري، د دغه هېواد دروازې به د نړۍ پر مخ خلاصې وي، خپل ښه غوره کاني، زراعتي پيداوار به نه يوازې نړۍ ته بلکې تر ټولو نژدې چين ته صادر کړي، لارې، سرکونه، ريل لارې شبکې به يې د سيمې، نړۍ سره پيوسته وي. په دې توګه به ګڼ شمېر پراخ سوداګريز فرصتونه جوړ او رامنځته شي، بېوزلي، فقر به له منځه لاړ شي او د نېکمرغه، شتمن ښکلي ژوند جوړېدو په لوري به ګامونه واخلي. 

دا ښکاره ده د يادو مذاکراتو ښکېلې دواړه خواوې يو د بل وروڼه دي، د يو هیواد وګړي دي د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره نن سبا د خبرو ميز ته ناست دي د افغانستان د سولې بهير نوې پاڼه يې پرانيستې ده. له تاريخي واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندېږي چې د جنګ او زور له لارې د افغانستان مسئلې حل ناشونی دی، د سولې کلي يوازېنۍ لار خبرې او د يو بل منل دي. 

هيله لرم دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د ټولو د خوښې وړ يو ټولشموله سياسي چوکاټ رامنځته کړي، په ګډه پر ترهګرۍ، د سولې په دښمنانو باندې سخت ګوزارونه وکړي، د سولې او دوستۍ پراخې بهرنۍ تګلارې جوړې او پلې کړي خپل هېواد د سولې پرمختګ په جامه باندې لا ښکلی کړي. 

په افغانستان کې سوله نه يوازې د افغانانو اميد دی، بلکې د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه دی. هيله ده بين الافغاني مذاکرات ښه پيل وي او ښې پايلې ولري زموږ ټولو د سولې د ارمانجنو د سولې هيله ترسره او پوره کړي. 
 
د لېکوالې په اړه: 
ډېوه؛ د چين مډيا ګروپ، د پښتو څانګې خبرياله