غزل    

ډاتسن په کنډو کپرسرک کې په ورو ورو روانه ده . کوچنۍ ما شومه دپلارپه غیږکې په درانه خوب ویده ده. موټروان مخکې لار څاري خو د هغه ترڅنګ نا ست ملا چې تازه ېې سترګې په رنجو تورې کړي دي اوتوره لونګې ېې په سرده تسپې اړوي. نا ببره موټرکندې ته برابرشي ، ګړزشي . په ډاتسن کې د موټروان تر څنګ ناست ملاته وا د ما شومې په څیر په درانده خوب ویده وو،په روان موټرکې ټوپ کړي .
 
ـ یاالله خیر
مخ موټروان ته ورواړوي 
ـ استاذه لږورو
موټروان وخندل ، د ملا غوښتنه ورته عجیبه وبریښيده :
ـ له دې هم ورو ؟ که نوروروشم تر ما ښام هم نه رسیږو.
شا ته په خوب ویده کوچنۍ هم له خوبه راپا څیده ، لاسونه ېې له خوشالۍ وپړکول ، د سرک په غاړه لویه سیمساره تیرشي ، ما شومې چیغه کړه، سیمسارې ته ېې لاس ونیو .
ـ پلاره ، پلاره ! وګوره
 
پلارېې وخندل ، ملا او درایورهم موسکي شول. ملا تسپې جیب ته واچولې ، مخ ېې شاته سیټ ته رواړوه ، د نجلۍ پلارته ېې وروکتل
 
ـ ما شالله ، دا ګلالۍ دې لور ده ؟
 
سړي چې له ما شومې ېې لاس راچا پیره کړی وو ،سر وخوځاوه. 
 
ـ هو ملاصاحب 
 
ـ مورېې چیرې ده ؟ 
 
سړی د ملا پوښتنه حیران کړ، خود ملا پوښتنه ېې په ټوکه واړوله 
 
ـ د مورڅادري ېې شلیدلې وه ، او بې څادرۍ تا سو کله هغوی سفر ته پریږدئ 
 
ملا په چوکۍ کې رانیغ شو ، مخ ېې نور هم دشا خواته کوږ شو. 
 
ـ ښه داسې ده ، نو اوس چیرې ځئ ؟
 
ـ میرمن ته نوی څادري اخلم. 
 
ملاغیری ارادي د واسکټ له جیبه مسواک راوکیښ ، غاښونو ته ېې ونیو، زر ېې بیرته جیب ته کړ.. 
 
ـ څه کاره ېې ؟
 
ـ ډاکتریم ملا صاحب. 
 
ملا وخندل. 
 
ـ ښه ښه داکترېې که ما غوندې طالب وایی ،اوس به دې په کورکې د یوې پرځای څو څادری وای ، دا خو ډیرې ښې بدی راځي.
 
ملا غلی شو ، بیرته ېې لارې ته سترګې سیخ کړې ، زریی بیرته مخ راواړاوه. 
 
ـ ښه که اوس دې کورودانه ناروغه وایی څه به دې کول ؟
 
سړی خوله ځواب ته جوړوله چې ملا خبره واړوله، د هغه په غیږ کې نا ستې نجلۍ ته ېې ورپام شو
 
ـ نوم دې څه دی بچو.
 
کوچنۍ په شرمنا ک غږ په ورو وویل 
 
ـ ګزل 
 
ملاغوږونه ورنږدې کړل 
 
ـ څه شي، پوه نه شوم 
 
ما شومې آواز لوړ کړ
 
ـ ګزل 
 
پلارېې نوم سم واخیست:
 
ـ غزل 
ملاټوپ وهل ،  تندی ېې ګونځې شو، ته به وایی د نجلۍ له پلاره لوېې ګنا ه سر وهلی وو. 
 
ـ نوپه تا نورنومونه قاط وو : بی بی حوا ، فا طمه ، امنه ، ثمینه،حکیمه،حلیمه، حنیفه ……
 
 په لنډه شیبه کې ېې د عربي نومونو یو لوی نوملړ وړاندې کړ.سړی خورا وبیرید،داسې غلی شو لکه له یو مجرم چې د څارنوال پوښتنې لار ورکه کړي. ملاوخندل، په ملنډو
ېې وویل
 
ـ څنګه غزلې خو به پرې نه وایی ، نه چې سندرغاړې  ترې جوړوئ!
 
کوچنۍ ته ېې سترګې سیخ کړې، له لاس ېې ونیوله. 
 
ـ څنګه بچو سندرې خوبه نه وایی کنه؟ 
 
ما شومه چې د ملا بحث ته چرت کې تللې وه، پلار ته رډ وروکتل ، سرېې وخوراوه
 
ـ نه 
 
ملا په خوشالۍ په لوړ آواز وویل. 
 
شاه باس، ما شالله، ښه نو اوس ووایه 
 
ما شومې بیا پلارته مړاوی وروکتل ، پلارېې په سرلاس کیښود، ملا تسبې له جیبه راوویستې ، ما شومې ته ېې ونیوې ، په لوړ آواز ېې وویل
 
ـ ووایه! زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
ماشومه لکه هیڅ ېې چې نه وی اوریدلی او یا د پلارغبرګون ته په طمعه وی ،دپلارغیږې ته نور هم وسخیده . پلارېې په لوړ غږ د ملا خبره ورغبرګه کړه، ووایه چې  
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
ماشومه لکه رادیو چالانه شوه 
 
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
ـ ما شالله بیا ووایه !زه به ټینګه مسلما نه شم
 
ما شومې بیا وویل 
 
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
د ما شومې سره د موتروان په ګډون ټولو لکه کومه دیني ترانه چې لولي، په ګډه شروع وکړه 
 
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم
 
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
ـ زه به ټینګه مسلمانه شم 
 
نا بیره لکه خوا ېې چې وګرځي د ما شومې زړه تنګ شو، تندی ېې تریو شو په غوسه ېې چیغه کړه 
 
ـ هیڅ ټینګه مسلمانه نشم 
ناببره موټربیا لوېې کندې ته برابرشو ، موټروان ټینګ بریک ونیوخو ونه توانید چې موټر له کندې ورواو په اسانۍ تیرکړي. سورلۍ په سیټونوکې لکه پنډوسکه پورته شوې ، ما شومه هم وبیریده ، پلارېې غیږې ته رانیږدې کړه ، په مخ ېې ښکل کړه . لکه هیڅ چې نه وی پیښ ، له ټینګۍ مسلما نۍ د ما شومې په انکارېې سر ونه ګراوه ، خوچې وېې لیدل د ملاپه تندي کې ګونځې جوړې دي ، په زړه ېې ویره خپره شوه ، له ملا داسې وبیرید ته وا له ستوني ېې رانیسي او سا ه ېې اخلي. سترګې ېې ټیټې ونیوې . ملاپه زوره ورغږ کړ.
 
ـ څنګه دې سترګې مړې ونیوې
 
ـ د خدای عذاب خو دې ولید چې د کوچنۍ نجلۍ خطا هم بې ځوابه نه پریږدي.
 
داکترتا به ویل ساه ېې ختلې ده، سر را پورته کړ، تا به ویل جل وهلی دی لاړې ېې په سختۍ تیرې کړې، د شونډو لپاسه ېې په ورووویل 
 
ـ بس خو ما شومه ده، او ما شومان لکه لیونیان کله کفر خامخا غږوي.
 
ـ که دا دې په کلمه راپورته کولی او په کلمه دې خوب ته بیولی ،هیڅکله به داسې نه تیروته 
 
ما شومې ته ځیرشو خو دا ځل ېې دتیرپه څیر په مهربانۍ نه ورکتل
 
ـ څوکلنه ده ؟
 
ـ څلور
 
ملا ټوپ وهل 
 
ـ زما لور درې کلنه ده خونیما لمونځ ېې له یادو یا دی ، که خدای کول چې ددې په عمرشي ، په لمانځه به راسره سمه دریږي.
 
سړي ږیره په لاس کې ونیوه، لکه د لور دتیروتنې بخښنه چې له ملا غواړي 
 
ـ بس خدای دې معافی راته وکړي ، چې لویه شي له دې به هم د قران حا فظه جوړوم 
 
ملانورهم په چوکۍ کې رانیغ شو ،سرېې لربریوړ او راوړلکه د داکترپه پریکړه چې 
 
ېې باورنه راځي..
 
ـ باورمې نه راځي ، تا سې ډاکتران اول نور سبقونه په اولادونو وایی بیا دیني سبقونوته مخ کوئ
 
سړی هم په خپل سیټ کې رانیغ شو. 
 
ـ نو اوس خو به خا مخا دینی سبقونه وایی ، د نجونو مکتبونه خو تړلی دی
 
ملاسرته څنډ ورکه. 
 
ـ خو که پری مو دی؟
 
ـ څوک؟ 
 
ـ دا لوی کفار نه ګوری ، امریکا ده که انګلیس، ودې نه لیدل چې د یو بت په نړولوېې څه غوغا جوړه کړه
 
داکترېې په خبرو کې ورولوید: 
 
ـ هغه د با میانو
 
ـ هو کنه 
 
ـ نو ته وا دا نظام به ړنګ کړي؟ 
 
درایورهم چې د ملا په څیر ېې توره پګړۍ تړلې او اوږده ویښتان ېې شا ته راخپاره وو،پخپله ښیښه کې شا ته وکتل ، بیا ېې ملا ته مخ ورواړاوه
 
ـ د نظام سا تونکی خدای دی ؟  که دوی زور لری موږ خدای لرو
 
ملا په لوړ آواز ورسره غبرګه کړه
 
ـ بې شکه خو کا فران ډیر مکار دی ، ددې مسلمانانو له منځه خلک په بیه اخلي او په هغوی مو را څملوی.
 
موټروان په یوه لاس په ږیره لاس راښکود.
 
ـ خدای دی هغه ورځ نه راولی
 
ملا دواړه لاسونه لپه ونیول
 
 ـ خدای دې ټول کفار تباه او برباد کړي
 
درایورورسره غبرګه خیرا وکړه 
 
له کفارو مخکې دې خدای تعالی په کفارو خرڅ شوی مسلمانان غرق او هلاک کړي
 
داکتر اوملا دواړو ورسره یو ځای غبرګه کړه 
 
ـ امین یا رب العالمین