ښکلی سوال او ښکلی ځواب!

په قطر کې یوې افغانې ژورنالستې، په دوحه کې د طالبانو له پخواني ویاند، سهیل شاهین څخه داسې پوښتنه وکړه:

”که تاسې چېرې کابل ته راشی، آیا ماته به بیا دا اجازه راکړی، چې زه له ستاسې سره په کابل کې مصاحبه او خبرې وکړم!؟“

سهیل شاهین، داسې ځواب ورکړ:
”چې ولې نه!؟ پدې شرط چې ته هم اسلامي حجاب مراعات کړې.“

زما په اند، دا څومره پرځای سوال، او څومره ګلالی ځواب دی!

هر هغه څوک چې په ریښتیا سره، د اسلام د مقدس دین سره مینه ولري، او خپل ځان مسلمان وګڼي، نو هغوی بیا د زړه له کومي باید کوښښ هم وکړي، چې اسلامي احکام، چې اسلامي حجاب هم په هغه کې شامل دی، په ډېره خوشحالۍ سره مراعات کړي.

همدارنګه، هغه څوک چې اسلام یې نه خوښیږي، او نه غواړي چې په ملک کې یې اسلامي نظام نافذ شي، نو هغوی هروخت په یوه او بله بهانه، د اسلامي نظام په خلاف څرګندونې کوي، او خپله کرکه، ددغه نظام په هکله، په ښکاره توګه هروخت بیانوي.

ټولې مسلمانې میندې او خویندې باید پوه شي، چې د اسلامي حجاب مراعات کول، د اسلام یوه برخه ده، او دوی ته لازمه ده، چې په هرځای کې باید منل شوی اسلامي حجاب مراعات کړي.

په افغاني رسنیو کې ځینې خبریالې، باالکل اسلامي حجاب ته پاملرنه، نه کوي، او د ځینو حجاب خو، باالکل حجاب ته هم نه پاته کیږي.

د یوه اسلامي ملک وګړو ته دا لازمه ده، چې دوی باید په ګډه، د خپلو واکدارانو کارونه، د اسلام په رڼا کې کلک وڅاري، او پر هغو خلکو ډېر بد ووایي، چې د اسلامي نظام د پلي کېدو مخالفت او مخنیوی کوي.

که خدای مکړه، د دوی د واکمنو، کارونه په اسلام برابر نه وي، نو د هغه ملک وګړو ته لازمه ده، چې خپل واکمن، خپلو غلطیو ته متوجې کړي، او دوی پرېنږدي، چې خپلو بدو کارونو ته ادامه ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان واکمن، د ټولو افغانانو هغه حقوق، چې دوی ته، په اسلام کې ورکړ شوي دي، په درسته توګه ورکړي. داسې ونشي، چې وعدې بیا هېرې شي، او ددغو وعدو، د نه عملي کولو دپاره، بیا ډول ډول بهانې ولټول شي.

د پام وړ ټکي:
دا د هر افغان مسلم حق دی، چې د اسلامي نظام د بشپړ عملي کېدو په هکله تشویش او پوښتنې ولري. دا پدې خاطر، چې ځینو واکدارانو، د اسلام له نامه څخه هروخت ناوړه ګټه پورته کړېده، او اسلام یې په حقیقي بڼه ندی عملي کړی.

نو په اسلام او وطن مین افغانان، د اسلام د دین پوره عملي کېدل غواړي، او د یوه داسې نظام غوښتونکي دي، چې هغه په ریښتیا سره اسلامي وي، او ټول کارونه یې په اسلام برابر وي.

ټول په اسلام او وطن مین افغانان باید د اسلام تر واحد بیرغ لاندې سره یوځای شي، او دغه شرمونکي ناورین ته نور د پای ټکی کیږدي.

همدارنګه، د ټولو افغانانو دپاره لازمه ده، چې د اسلام‌ په رڼا کې یو او بل ته، د حقیقي ورورۍ لاسونه ورکړي، د سولې ادبیات وکاروي، او د خپل ملک د بشپړې خپلواکۍ، او د اسلامي نظام د نافذولو، او د هغه د بشپړ عملي کولو دپاره هلې ځلې جاري وساتي.

الله(ج) دې، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، ترڅو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. 
آمین یارب العالمین.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. 
آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د افغانانو تر منځ، هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.