عمر مو کم خو پرمخ ګونځې وي؛ دا ولې؟

 د ځینې کسانو مخونه په ځوانۍ کې ګونځې کیږي. د مخ د کونفو يا غونجو د مخنیوي له پاره په ژوند کې باید ځینې عادتونه پریږدو او خپل ژوند منظم کړو. په ژوند کې ځینې عادتونه دي چې د هغو عادتونو له امله مخ غونجولي پیدا کوي. دا چې څه او کوم عادتونه د مخ د غونجوولي لامل کېږي. په لاندې ډول به یې و څېړو.

ځینې کسان به مو لیدلي وي چې په ډېر کم عمر کې یې مخ له حده زیات غونج وي. د مخ غونجولی د عمر په زیاتېدو پورې اړه نه لري، بلکې نا منظمه ژوند کول او محیطي عوامل ددې لامل کېږي، چې ستاسې مخ غونج شي او مخکې له وخته بوډا شئ. چې له هغې جملې څخه ناسم خواړه، استرس د خوب کموالی او نور دي.

۱ـ د لمر وړاانګې: د مخ د غونجوالي له مهو عواملو څخه دی. د لمر ځینې وړانګې  دي، چې د پوستکي بیخ یا عمق ته ځان رسوي؛ چې دا شعاع وړانګې د پوستکي د ژر زړید او غونجېدو لامل کېږي. د لمر له وړانګو څخه ځان ساتل نه یوازې دا چې پوستکي مو له غونجوالي ژغوري، بلکي د پوستکي له سرطان څخه هم ژغورل کېږئ.

ډاکټر جروم پوتوزکین وایي، چې د مخ د غونجوالي لومړی لامل د لمر وړانګې دي. د لمر وړانګې د پوستکي د کلاژن او الستین د له منځه تلو لامل کېږي، چې په نتیجه کې د پوستکي د غونجېدو لامل کېږي. کله چې لمر ته ګرځېدئ، نو په ورځ کې حداقل یو ځل د لمر ضد کریم ی ضد افتاب و کاروئ، تر څو مخ مو له غونجولي و ژغورل شي.

۲ـ د هوا ککړتیا:کېدای شي تاسې تراوسه ددې په اړه فکر نه وي کړی، چې چاپیریال به ستاسې په پوستکي باندې تاثیرات ولري. دا کتر مارال کا اسکلسي د پوستکي متخصص او د واشنګټن د درماتولوژۍ د څانګې مدیر وايي چې ککړه هوا ازاد رادیکالونه زیانمنوي، چې له امله یې پوستکی غونجېږي.
په ۲۰۱۰ کال کې کومې مجلې چې د پووستکې د ناروغیو په اړه څېړنه کړې وه، دا یې ښودلې، چې هغه ښځې چې په ښارونو کې ژوند کوي نسبت هغو ښځو ته چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، پوستکې یې ژر خرابېږي او غونجېږي. ځکه دد ښارونو هوا نابپکه ده.

۳ـ خوب: یوبل لامل دي، د خوب کموالی د دې لامل کېږي، چې پوستکی خراب او مخ غونج شي. د خوب له کموالي سره د پوستکي پی ایچ تغیر کوی او د پوستکی سلولونو ته اجازه نه ورکوي، چې منظم فعالیت وکړي. هڅه وکړئ چې په منظم ډول له ۶ـ ۸ ساعتو پورې منظم خوب وکړئ.

۴ـ خواږه: یو بل لامل دی چې د پوستکي د غونجوالي سبب کېږي. د پوستکي د متخصص ډاکټر کریستینا ګلدنبرګ په وینا چې د خوږو ډېر کارول مخکې له وخته د پوستکي د غونجوالي لامل کېږي.

۵: استرس یا تشویش یو بل لامل دی چې د پوستکې د غونجوالي لامل کېږي. څېړنو ښودلې ده کوم کسان چې ډېر تشویش کوي، قهر او غووسه کوي د هغوی  پوستک مخکې له وخته غونجېږي او دا قهر غوسه او استرس د دوی د مخ د غونجوالي لامل کېږي.

۶ـ د مضره مایعاتو کارول: هغه کسان چې اوبه کمې څښی او یا یې هم هېڅ نه څښی، د دوی مخ هم غونجوالی پیدا کوي. او هغه کسان ، چې مضره مایعات لکه نوشابه جات او ټینګ جای څښی د هغو کسانو مخ هم ډېر ژر غونجېږي.

۷ـ هغه کسان چې  الکول او یا نور نشه یي مواد کاروي، د دووی مخونه هم نسبت نورو کسانو ته ژر غونجېږي.
 
۸ـ د پوستکي وچولی: د پوستکي وچولي د مخ د غونجېدو یو بل لامل دی. هغه پوستکی چې وچ وي او غوړ ونه لري ژر غونجېږي. نو د پوستکي د غونجېدو د مخنیوي له پاره اړینه ده، چې له وچېدو څخه یې وساتو. 

<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200917_144743_665.sdocx-->