د کلیمو یو ځای او جلا لیکل په پښتو کې د معاصرې املا بحث دی. دا بحث په پښتو کې ځکه مهم دی، چې د ځینو کلیمو یو ځای لیکل او د ځینو جلا لیکل په لیکلو او لوستلو کې ستونزه پېښوي. د یو ځای لیکلو مانا دا ده چې ځینې توري په لیکلو کې یو له بل سره نښلي لکه د ( ش او ی ) تورري شی خو ځینې توري بیا یو له بل سره نه نښلي لکه د ( ر او د) توري، دلته له جلا او ځای لیکلو څخه موخه واټن یا فاصله ده، چې په کوم ځای کې باید فاصله ورکړل شي او په کوم ځای کې فاصله نه وي. دا بحث په کمپیوټري لیکلو کې ډېر مهم دی.
دا بحث په دریوو برخو کې خلاصه کوو. لومړی دا چې کله څو مورفیمونه سره یو ځای شي او یوه واحده کلیمه جوړه کړي. دویم دا چې سربلونه له کلیمو سره یو ځای ولیکو او که جلا ؟ درېم دا چې مختاړي له کلیمو سره یو ځا ولیکو او که جلا؟
لومړی: کله چې دوه یا څو مورفیمونه سره یو ځای شي او یوه واحده کلیمه جوړه کړي یو ځای یې لیکو لکه: ولس+ مشر= ولسمشر، خپل+ منځي = خپلمنځي ...
دویم: سربلونه دي، چې سربلونه له کلیمو سره یو ځای نه لیکل کېږي.
لتا څخه خوابدی یم. (نا سم)
له تا څخه خوابدي یم (سم)
پکور کې یم. ( ناسم)
په کور کې یم ( سم)
په د ې ځای کې وینو چې له کلیمو سره د سربلونو یو ځای لیکلو ستونزه جوړه کړې او مانا ځينې نه اخیستل کېږي.
په پښتو کې ځینې کلیمې دي، چې ځینې کسان یې د سربل او روستربل جمع ګڼي. لکه دا کلیمې
پکې: دا د په د سبربل او کې د روستربل جمع نه بلکې یو ظرفي ضمیر دی. ځکه د سربل او روستربل تر منځ باید بله کلیمه وي. لکه: په کور کې یم. چې په دې ځای کې د سربل او روستربل تر منځ کور راغلی. پکې ضمیر دی چې د نوم د تکرار د مخنیوي له پاره هم کارول کېږي. لکه:
په غونډه کې ډېر هلکان وو، لږ نجونې هم پکې وې. چې په دې جمله کې پکې د غوندې پر ځای راغلی ده.
پخپله او په خپل هم دوه جلا کلیمې دي. کله چې په له خپل نه جلا ولیکل شي، سربل دی او که یو ځای ولیکل شي بیا قید دی. دا چې څنګه پوه شو چې قید دی او که سربل ددې له پاره باید د په روستربلونه و پېژنو. په له ( کې، پسې، پورې، سره) روستربلونو سره راځي. په موږ هغه وخت جلا لیکو چې له کلیمې وروسته دا روستربلونه راغلي وي. خو په دې برخه کې ستونزه هغه وخت پېښېږي، چې له په سره د سره روستربل راغلی وی او هغه لویدلی وي، ځکه دا روستربل ډېری وخت لویږي. لکه په دې ځای جمله کې: په خپل زور بریالی کېږم. په دې جمله کې د سره روستربل لویدلی.
چې په داسې حالاتو کې باید فکر وشي، چې د سره روستربل لویدلی او که نه؟ که لویدلی وه جلا دې ولیکي او که دا روستربل نه وه لویدلی بیا دې یو ځای ولیکي. یو بل توپیر هم لري، چې په خپل ډېر کله په همدې شکل لیکل کېږي؛ خو پخپله ډېر کله (ه) غواړي.
پکار: موږ د ټینګار له پاره لیکو او یو ټینګاري قید دی او په کار چې جلا لیکل شوی وي بیا سربل دي او روستربلونه هم لري. کله چې له کار وروسته له په سره راتلونکي روستربلونه ( کې، پورې، پسې او سره ) روستربلونه راغلي وي سربل دی او که نه وو راغلي روستربل دی.
لکه دا بېلګې
موږ ته پکار ده چې نور غلی پاتې شو
زه په خپل کور کې خوشاله یم.
په کار جسمي قوت زیاتېږي.
په دې جمله کې هم ګورو چې د سره روستربل لویدلی، په داسې حالاتو کې به فکر کوو چې روستربل لویدلی او که نه؟
لپاره: په اصل کې د (له)، پار او (ه) څخه جوړه شوې ده. په دې کې له سربل او (ه) روستربل دی. چې د قاعدې پر اساس باید جلا ولیکل شي.
درېم: مختاړي ځینې مختاړي له کلیمې سره یو ځای لیکل کېږي او ځینې بیا جلا لیکل کېږي.
(مه) او (نه) چې ځینې ګرامر پوهان یې مختاړي ګڼي له کلیمې سره نه نښلي او جلا لیکل کېږي. لکه مه راځه، مه خانده او نه راځي او نه خاندي.
(بې): هغه وخت له کلیمې جلا لیکو چې واحده کلیمه جوړه نه کړي. لکه: بې تا بل څوک نه لرم. په دې ځای کې د له سربل لویدلی دی. کله چې موږ پوه شوو چې د له سربل لویدلی بیا یې جلا لیکو. دا جمله په اصل کې داسې ده: بې له تا بل څوک نه لرم.
که( بې) له یوې کلیمې سره یو ځای راشي او یوه واحده کلیمه جوړه کړي بیا یې یو ځای لیکو. لکه: بېنوا، بېکاره، بېکاره، پېوزله او ...
کله چې ( هم) د مختاړي په تو ګه راشي له کلیمې سره یو ځای لیکل کېږي. لکه: همځولی، همغږی، همکار ...
اخځونه
۱ـ وحیدي،اسدالله (۱۳۹۷)ل، لیکوالی، لګچر نوټ، کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه
۲ـ وحدت، سمیع (۱۳۹۷)ل، د سمونې لارښود، لکچر نوټ، کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200916_090552_762.sdocx-->
وروستي