جمعيت نه متحد کيږي؛ اوس يې عطا او صلاح الدين سره ویشي خو دا ګوند مسعود او برهان الدين هم سره وېشلی وو


جمعيت ګوند د کورنیو جکړو وړاندې مخینه لري. دغه ګوند د مصر د اخوان المسلمين سیاسي ایډیولوژۍ تګ لارې حجباندې جوړ شوی. هغه وخت چې محمد ظاهرشاه د افغانستان ټولواک وو او برهان الدين رباني په مصر کې زده کړې کولې افغانستان ته په راتګ سره يې د کابل پوهنتون له يو شمیر مذهبي استادانو او محصلینو سره د دغه ګوند بنسټ کېښود.
 
جمعيت ګوند د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې خاموش ګوند وو، خو د شهید سردار محمد داود خان د جمهوريت په دوره کې يې تر چريکي جګړې فعاليت پيل کړ. هغه وخت چې د غوايي اوومې کودتا وشه نو دغه په پوځي ډول را ډګر ته شو، ډېری مشران يې پاکستان ته لاړ او د هېواد دننه يې هم د وخت حکومت پر وړاندې جګره پيل کړه.
 
د جمعيت د هغه وخت مشر برهان الدين رباني وو خو د پوره اغېزه څېره په کې احمد شاه مسعود وو چې پوځي مسووليتونه يې درلودل.
 
څنګه چې دغه ګوند د سیاسي فعالیت پرځای  ډېر تمرکز د شوريانو او د شوري ملاتړي حکومت پر وړاندې پر جګړې او پوځي فعالیتونو بوخت وو او په همدې اساس د برهان الدين رباني په پرتله د احمد شاه مسعود رول ډېر د اغېز وړ وو.
 
د هغه وخت کيسې ښيي چې د احمدشاه مسعود او برهان الدين رباني ترمنځ هغه مهال دغه ګوند وېشل شوی وو او ژور د نظر اختلاف شتون په کې درلود. له يوې خوا سمتي درز وو چې پنجشېر، پروان او بغلان تمرکز وو او له بلې خوا د بدخشان نفوذ وو. د برهان الدين رباني لېوالتيا د بدخشان لورې ته وه او بیا د مسعود تمرکز په مرکزي شمالي ولايتونو و.
 
له دې وراېخو د جګړې تګلاره، د بهرنيو مرستو جلب، د مجاهدینو دننه ډلو سره هوکړې او ځيني نور مسايل، ډېر وخت د مسعود او رباني ترمنځ د اختلافاتو تر کچې رسېدل او ويل کيږي چې برهان الدين رباني بیا د احمدشاه مسعود پر مقابل کې له ودریدو شاته کېدلو.
 
اوس مهال بيا د جمعيت ګوند مبارزه د ګوند دننه سیاسي خو له ګوند بهر قومي او ژبنۍ ده. له ۲۰۰۱ بيا تر نن جمعيت ګوند په لومړيو کې حکومت کې د خپلې پراخې ونډې غږ پورته کوي خو چې کله دغه ونډې ته نېږدې شي، نو بيا د ګوند دننه د واک وېش کې سره اختلافات پيدا کيږي.
 
اوس مهال چې دغه ګوند د صلاح الدين رباني او عطاء محمد نور ترمنځ سره وېشل شوی، د‌ عطامحمد نور برخه غښتلي ښکاري. عطامحمد نور توانېدلی دی چې د حکومت په ملاتړ د جمعيت ګوند ستره برخه ځان سره ولري او صلاح الدين رباني سره د احمد شاه مسعود د ورور احمد ضياء مسعود يې منزوي کړي دي.
 
که چیرې طالبانو سره سوله وشي نو جمعیت ګوند په بشپړ ډول يو بل پړاو ته دننه کيږي خو که چېرې وضعيت همداسې پاتې شي، نو عطا محمد نور کولی شي چې په ولسي نفوذ او سياسي اړخ کې د جمعيت ګوند واګي په لاس کې واخلي.
 
د افغانستان غوندې په مصلحتي حکومتونو کې د صلاح الدين رباني له حکومت، حزب اسلامي، طالبانو او د خپل ګوندي ملګرو سره دښمني؛ له سياسي صحنې د ځان د وتلو په مانا ده. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_203131_517.sdocx-->