طالبانو سره د افغان حکومت پر مرکچي پلاوي يوه نيوکه دا ده چې ځيني غړي د وړتيا او اړتیا پر ځای د سياسي مصلحتونو او سیاسي امتيازونو پر بنسټ ټاکل شوي دي. د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم او د جنرال عطامحمد نور زوی خالد نور يې دوه بیلګې دي.
ښايي ځيني نور غړي هم داسې چې د قومي تنوع په نظر کې نيولو سره دغه پلاوي کې نېول شوي او وبه نه شي کولی چې د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت له دریځه، غوښتنو او شرطونه په سمه توګه دفاع وکړي.
دوحه کې د بين الافغاني خبرو په لومړۍ پيليزه ناسته کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو غړي د ناستې په څنډو کې له رسنيو سره وغږېدل. ترمنځ يې د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم هم له يو خبریال سره مخامخ شو چې پوښتنو ته يې د ځوابونو ورکول پر ټولنیزو رسنیو بحثونه او نيوکې راپورته کړې.
په پښتو ژبه نه پوهېدل، د قانع کوونکي او غوڅ ځواب نه درلودل، په خبرو کې د نه تمرکز شتون او د خبرو ګډوډي هغه څه وو چې د باتور دوستم کمزورتيا او نه وړتیا يې ښکاره کړه.
پر فېسبوک او ټوېټر باتور دوستم تر نیوکو لاندې راغی. ځينو شنونکو دی د خپل پلار سره پرتله کړ، چې نه يې پښتو زده ده، نه پر موضوع تمرکز لري او نه هم د يوې سياسي څېرې په توګه خبرې کولی شي. خو له بلې خوا ازبکانو او په ځانګړي ډول د باتور دوستم ملاتړو او خواخوږو د نوموړي نیمګړتیاوو ته، په هغه فېسبوکي اصطلاح چې پرتوګ ګنډل پيل کړل. باتور پلوه وايي، چې نوموړی په ترکيه کې لوی شوی او په ترکیه کې زده کړې دي، د ډېر وخت لپاره له هېواده لېرې پاتې شوی، دري او پښتو يې خپلې ژبې نه دي، افغان کلتور سره سم آشنا نه دی او ورته نور مسايل.
د باتور دوستم خواخوږو پرته له دې چې د هېواد سترې او ملي ګټې په پام کې ونېسي پر قومي ګټو او د شخص پر شخصيت يې تمرکز کړی او د هغې د باتور دوستم منفي او مثبت اړخونه يې په دې پار مثبت توجيه کړې، چې دی ازبک او د عبدالرشيد دوستم زوی دی.
اوس مساله دا ده، چې کله يو کس د هېواد په دوه ملي ژبو نه پوهيږي، د هېواد له کلتور سره نه وي بلد، هېواد کې يې ژوند نه وي کړی.... نو څه اړتيا ده چې داسې یو کس د يو حکومت په استازيتوب ټاکل کيږي؟ داسې کسان به څه استازیتوب وکړي؟ دوی به د طالبانو تحريک مرکچي پلاوي پر وړاندې چې پر يو غوڅ او واحد دريځ ولاړ دي، څه سنګر ونېسي؟؟؟
دلته ستونزه او ويره يوازې دا نه ده چې دغه افغان پلاوی به د طالبانو پر وړاندې د حکومت له دریځه دفاع ونه شي کړی، بلکې ويره دا ده چې په افغان پلاوي کې د ددغه ډول کسانو شتون کولی شي، چې د سولې بين الافغاني خبرې پر يو منفي لوري رهي کړي او د حل پرځای خنډونه په کې رامنځ ته کړي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_104701_533.sdocx-->
وروستي