ښځه ظالمه او مظلومه ده

               ښځه ظالمه او مظلومه ده
زموږ په ټولنه کې ښځې په کور او له کور څخه د باندې له بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دي. ښځه له فکر کولو بې برخې، له خبرو کولو بې برخې، له زده کړې بې برخې، له نظر ورکولو بې برخې او دې ته ورته له خپلو ډېرو حقوقو څخه بې برخې ده. په افغاني ټولنه کې ښځه له پیدایښته تر مرګه له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان ده. هغه حقوق چې ښځې ته د اسلام مبارک دین ورکړي هغه حقوق زموږ په ټولنه کې ښځې ته نه ورکول کېږي. دا چې ښځه ولې او چا له دې حقوقو بې برخې کړي پوښتنه په دې ځای کې ده او د یوې ښځې د مظلومیت لامل څه دی؟


زموږ په ټولنه کې ښځه که مظلومه ده ظالمه هم ده او ډېری وخت په یوې ښځې ظلم د بلې ښځې له لوري پیلېږي. کله چې یوه نجلۍ نړۍ ته راشي، لومړي کس چې د نجلۍ په نړۍ ته راتلو خواشیني څرګندوي هغه د نجلۍ مور او نیا وي. بیا چې کله په کور کې یو خور او ورور لویږي، تر ټولو زیات توپیري چلند د لور او زوی ترمنځ موراو نیا کوي. یوه مور او نیا په کور کې که ښه خواړه پیدا کوي، که ښه لباس ویني دا هرڅه د کور د زامنو یا لمسیانو له پاره ساتي او هغوی ته یې ورکوي. چې د لور له پاره دا کار نه کوي او په یاد یې هم نه وي. بیا په ډېر ویاړ سره وایي هم چې هغه هلک ده او دا نجلۍ. مور او نیا لور په سر سر وهي او د زوی تر لاس لاندې یې کوي. تل زوی پر لور لوړ ګڼي او زوی ته د حاکمیت او لور ته له ماشومتوبه د محکومیت احساس ورکوي. چې په دې ځای کې اصلي ظالمه په یوې ښځې بله ښځه شوه.


په کورونو کې که په یوه ښځه خاوند، خسر، لیور، یا هم زوی په مور یا ورور په خور ظلم کوي د هغه اصلي لامل هم ښځه ده. په کورنیو کې لومړی د ښځو ترمنځ شخړې او جنجالونه را منځته کېږي او بیا یوه ښځه ددې لامل کېږي، چې په بلې ښځې د نارینه له لوري ظلم وشي؛ چې بیا هم ښځه مظلومه او ظالمه شوه.


که یوه ښځه په کور او ټولنه کې له خبرو کولو او نظر ورکولو محرومه ده، ددې لامل هم بله ښځه ده. دا به ټولو لیدلی وي کله چې په کورونو کې کومه ښځه یا نجلۍ په کومه موضوع کې نظر ورکړي. خواښې، نیا یا هم مور هغه بله ښځه خبرو او نظر ورکولو ته نه پریږدي او په خبرې باندې یې خاندي یا هم وایي چې ځه ځه د دې خبرې ته غوږ مه نیسئ ښځه مې نه لیده په هر څه کې کار درلودل. چې بیا هم ښځه ظالمه او مظلومه شوه.


که یوه ښځه له زده کړو بې برخې ده، ددې لامل هم بله ښځه ده. لومړی خو کله چې یوه نجلۍ په ماشومتوب کې زده کړې پیل کوي، له ورور او پلار مخکې د هغې له زده کړو سره به یې نیا یا مورمخالفت کوي چې ځه لیرې کړه درس څه کوي نجلۍ ده د نجلۍ یې له زده کړې سره څه چې بیا هم یوه ښځه ددې لامل شوه چې بله ښځه له زده کړې بې برخې شي. ډېری هغه نجونې چې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي وي؛ ددې لامل کېږي چې نورې نجونې له زده کړو بې برخې شي. زموږ په ټولنه کې اوس ډېری نجونې په مکتبونو او پوهنتونو کې داسې کړنې کوي، چې زموږ د دین او کلتور خللاف دي. کله چې یو ورور یا پلار دا نجونې په داسې کړنو وو یني، داسې فکر کوي چې که زه خپله لور یا خور پوهنتون یا ښوونځي ته و لېږم هغه به هم داسې شي. ی هم نه غواړي چې خور یا لور یې له داسې نجونو سره یو ځای درس و وایي.چې بیا هم یوه ښځه ددې لامل شوه چې بله ښځه له زده کړو محرومه کړي. که دې هر څه ته متوجه شو دا به راته څرګنده شي،چې ښځه مظلومه او ظالمه ده او ډېری وخت په یوې ښځې ظلم د بلې ښځې له لوري کېږي.

<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200914_163822_441.sdoc-->