له نورو پوهو سره د ژبې اوژبپوهنې اړیکې


ژبه: یوه ټولنیزه اکتسابي تړوني او قردادي پدیده ده، چې د انسانانو تر منځ د پوهولو او را پوهولو وسیله ګرځي. یا هم په عام ډول ویلای شو، چې ژبه د انسانانو تر منځ د پوهولو او را پوهولو دنده لري.
ژبپوهنه: هغه علم دی چې د یوې ژبې جوړړښت، تاریخي تحولات او نور ژبني مسایل تر څېړنې لاندې نیسي. ژبپوهنه بېلا بېلې څانګې لري، چې تشریحي ژبپوهنه یې له مهمو څانګو څخه ګڼل کېږي؛ چې د ژبپوهنې دا څانګه په خپل منځ کې د اصلي او فرعي څانګو درلودوونکې ده.

له نورو علومو سره د ژبپوهنې اړیکې: د نړۍ ټول علوم یو له بل سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې لري. په نړۍ کې هېڅ داسې علم نشته چې په یوازې یا مجرده توګه و څېړل شي، ټول علوم د ځنځیر د کړیو په څېر یوله سره تړلي دي. ژبپوهنه هم د یوه پراخ او وسیع علم په توګه له ټولو علومو سره اړیکه لري.
د ژبپوهنې او نورو ټولنیزو علومو د اړیکو په هکله استاد محبوب شاه محبوب د ګرامر لیکنې په میتودولوژۍ کې د سید رسول رسا له قوله وایی: " ژبه له ټولنیزو علومو سره مستقیمې اړیکې لري؛ بلکې ژبه د علم د انتقال وسیله ده او که چېرې ژبه نه وي ښایي علم او په اړه یې فکر هم ونه شي. خو د ژبې علم یا ژبپوهنه هم له نورو ټولنیزو علومو سره په مستقیمو او غیر مستقیمو اړیکو لرلو سره خپل دریځ داسې روښانه کوي" ژبپوهنه زموږ ژبه له خطاوو ژغوري که په کومه ژبه کې خطاوې نه وي نوموړې ژبه د علمې کېدا پر طرف ځي. علم د پېښو او پدیدو د څرنګواللي له پاره قوانین او کلي اصول ایجادوي، نو په سالمه ژبه کې علم ښه پرمختګ کولای شي. که ژبه نه وي ښایي په نورو ټولنیزو علومو یې اغېز و ښندل شي. ( ۷۲م،۲)
که ژبه له ټولو علومو سره مستقیمې اړیکې لري، دا به هم مبالغه نه وې که و وایو چې ژبپوهنه له ټولو علومو سره مستقیمې اړیکې لري. ځکه که ژبه د علم د انتقال وسیله ده او ژبپوهنه دې علم ته اصول او قواعد ایجادوي، که په ژبه کې دا اصول او قواعد نه وي، ددې علم په مانا او مفهوم به خلک څه ډول پوه شي. دا خبره سمه ده چې وایي ژبه په طبیعي ډول پیدا شوې او د ژبې ویونکې مخکې له دې چې ګرامري اصول او قواعد و وایي، سمې د ژبپوهنې په اصولو برابرې خبرې کوي او کومه تېروتنه یې په خبرو کې نه لیدل کېږي. هغه کسان چې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې کوي که د ژبې په اصولو پوه هم نه شي کومه ستونزه ورته نشته، خو که په یوه بله ژبه کې اثار لولې زده کړه په کې کوې اود نوموړې ژبې په ژبپوهنیزو اصولو پوه نه شې؛ د نوموړي علم په مانا او مفهوم نه پوهېږې او مطلب ځنې نه شې اخیستلای. که غور وکړو ژبپوهنه د نورو علومو د پر مختګ له پاره اړینه ده او نور علوم پرته له ژبپوهنې څخه پرمختګ نه شي کولای. نو دا ویلای شو چې ژبپوهنه له ټولو علومو سره مستققیمې اړیکې لري.

د ځينو مهمو علومو بېلګې به ر واخلو چې له ژبپونې سره مستتقیمې اړیکې لري.

۱ـ د ژبپوهنې اړیکې له دیني علومو سره: ژبپوهنه د نورو علومو تر څنګ له دیني علومو سره هم مستقیمې اړیکې لري، چې د ژبې له ډولونو څخه موږ یو ډول ژبه هم لرو؛ چې د دیني ژبې په نامه یادیږي. دا ډول ژبه د دیني علومو په زده کړه کې کارول کېږي. ژبپوهنه د علومو په ژباړه کې مهم رول لري او زموږ دیني اثار ټول د ژباړې له لارې تر موږ را رسیږي؛ ځکه زموږ د دین اساس قران عظیم الشان او نبوي احادیث په عربي ژبه دي او زموږ د دین ژبه عربي ده. نو که چېرې دیني اثار د ژبپوهنې له اصولو سره سم ونه ژباړل شي په مانا او مفهوم کې یې تغیر راځي، چې د دیني علومو د سمې زده کړې له پاره ژبپوهنه ډېره اړینه ده، چې په پایله کې دا په زغرده ویلای شو چې ژبپوهنه له دیني علومو سره مستقیمې اړیکې لري.
 
۲ـ د ژبپوهنې اړیکې له ادبیاتو سره: ادبیات او ژبپوهنه یو له بل سره ډېرې نږدې او نه شلیدونکې اړیکې لري. څرنګه چې ادبیات ژبني هنر ته ویل کېږي، نو ادبیات پرته له ژبپوهنې نیمګړي دي. ځکه په کومه ژبه کې چې ژبپوهنیز اصول نه وي په نوموړې ژبه کې هنریت له منځه ځي. د ښکلو کلیمو جوړول د ژبې او ژبپوهنې کار دی او وروسته بیا د ښکلې کلیمو ته هنري ارزښت ورکول او دهغو پییل بیا د ادبیاتو کار دی. دا هر څه دا راته په ډاګه کوي چې ژبپوهنه او ادبیات یو له بل سره مستقمې اړیکې لري. ژبپوهنه له ساینسي، اجتماعي ، روان پوهنې او ډېری نورو علومو سره هم مستقیمې اړیکې لري، چې له دې هر علم سره د ژبې او ژبپوهنې د اړیکو څېړل یو جلا بحث غواړي.

په پایله کې دومره ویلای شم، چې زما د څېړنې له مخې ژبپوهنه له ټولو علومو سره مستقیمې اړیکې لري؛ په استثنایي ډول که له کوم علم سره غیر مستقیمه اړیکه ولري.