اجـــــــــرونه (څلورمه برخه)

(۱) مؤذن ته د ځواب ورکولو او اذان څخه وروسته ددعا ویلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: "مَن قالَ حينَ يَسمعُ النداءَ: اللهمَّ رَبَّ هذه الدعوةِ التامَّةِ، والصلاةِ القائمةِ، آتِ محمَّداً الوسيلةَ والفضيلةَ، وابعثْه مقاماً محموداً الذي وعدتَه؛ حَلَّت له شفاعتي يومَ القيامة".

ژباړه: چا چې د اذان اوریدولو په وخت کې وویل: (اللهمَّ رَبَّ هذه الدعوةِ التامَّةِ، والصلاةِ القائمةِ، آتِ محمَّداً الوسيلةَ والفضيلةَ، وابعثْه مقاماً محموداً الذي وعدتَه)، اې الله د دې بشپړې بلنې او کیدونکي لمونځ څښتنه، محمد صلی الله علیه وسلم ته په جنت کې ځانګړې مرتبه او فضیلت ورکړي او هغه ځانګړي ځای ته یې ورسوي چې تا یې ژمنه کړې ده، د  هغه لپاره د قیامت په ورځ زما شفاعت ثابت شو.

(۲) اودس نه وروسته ددعا ویلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ، فَيُسْبِغُ الْوُضُوءَ، ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ ».

ژباړه: له تاسې څخه داسې څوک نشته چې پوره او سم اودس وکړي او بیا دا دعا ووایي: ( أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ), زه ګواهي ورکووم چې د الله تعالی پرته بل څوک د عبادت لایق(وړ) نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی بنده او استازی دی، مګر دا چې ده ته به د جنت اته واړه دروازې پرانېستل شي، چې کومه یې خوښه وي له هغې به جنت ته ننوځي. 

(۳) د بشپړ او سم اودس کولو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ، خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ».
ژباړه: څوک چې سم اودس وکړي، له بدن څخه به یې ټول ګناهونه واوځي تردې چې د نوکانو له لاندې ګناهونه به یې هم واوځي.
 
(۴) جومات ته د ډیرو قدمونو اخستلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:«مَنْ رَاحَ إِلَى مَسْجِدِ الْجَمَاعَةِ فَخَطْوَةٌ تَمْحُو سَيِّئَةً، وَخَطْوَةٌ تُكْتَبُ لَهُ حَسَنَةٌ، ذَاهِبًا وَرَاجِعًا».

ژباړه: څوک چې د جمعې لمونځ کولو لپاره جومات ته لاړ شي، په تلو راتلو کې په یو قدم اخستلو یې ګناه رژیږي او په بل قدم ورته نیکې لېکل کېږی.

(۵) جمعې  په ورځ د غسل کولو او لمانځه لپاره د چمتوالي څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:«مَن غَسَلَ يومَ الجُمُعةِ واغتَسَلَ، ثمَّ بكَرَ وابتكرَ، ومشى ولم يَركَب، ودنا مِن الإمامِ فاستَمعَ ولم يَلْغُ، كانَ له بكُل خُطوةٍ عَمَلُ سنةٍ أجرُ صِيامِها وقِيامِها».

ژباړه: څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي او بیا وختي جومات ته پیاده لاړ شي، امام ته نږدې د خطبې اوریدلو لپاره کېني او عبث کارونه  ونه کړي، نو د ده لپاره به په هر قدم باندې یو کال د تهجدو او روژې ثواب ولېکل شي.