څو صحنې!

د سړک په غاړه لرګينې ګاډۍ ته ولاړ خيرن هلک ژوره ساه واخېسته.

لاسونه يې په تخرګونو کې ومنډل.
کله به یې په ګاډۍ کې پرتې سبزۍ ته وکتل او کله په لاره تلوونکو خلکو ته.

د ښاروالۍ مامور راغی، د هلک تر څنګ ودرېده، له هلک نه يې د ګاډۍ ورځنۍ کرايه پنځوس افغانۍ وغوښتې، هلک جیب ته لاس کړ، پنځوس افغانۍ يې ورکړې. د ښاروالۍ مامور بغير له پارچې ورکولو پيسې جیب ته ښکته کړې او لاړ.

د پوليسو موټر راغی، خيرن هلک ته نيغ خپل پلار ور په زړه شو. د پلار عسکري او بالاخره په جګړه کې د هغه شهادت یې سترګو ته ودرېد.

پوليس راغی لرګينې ګاډۍ ته یې زوروره لغته ورکړه. په ګاډۍ کې اېښودل شويو بانجانو په سړک منډې پيل کړې.

اخوا د سړک په غاړه د تورو شيشو لسګونه موټر ولاړ ول.