پکتیا د پوهنې په بهیر کې څه تیرېږي!؟

 
غواړم د پکتیا ولايت د پوهنې په برخه کې له هغو بدرنګو کړنو پرده پورته کړم کومې  مې چې پر خپلو ګنهګارو سترګو لیدلي دي .
پکتيا ديارلس ولسوالۍ لري چې له بده مرغه دريو ځدراڼ ميشتو ولسواليو يې په تيرو څوارلسو کالونو کې د کمزورې او غيرې سالم مدیريت او د دولت د نه پاملرنې له امله هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ ټولنې ته نه ده وړاندې کړي .
د پکتيا په ټولو ولسواليو کې د اکثر ښوونځيو د ودانېو ، درسي موادو ، کتابونو او مسلکي ښوونکو د نشتون تر څنګ د کمزورو ، مفسدو ، ميراثي او تش په نوم مدیريتونو له امله د پکتيا د پوهنې بهير په صفر کې ضرب شوی .
په تيرو څوارلسو کالونو کې د پکتيا په کچه د پوهنې رياست د چارواکو لخوا زورواکانو او خپلو خپلوانو ته په سلګونو خيالي او تش په نوم تولګي ددې لپاره جوړ شول چې ګټه يې نيمه د پوهنې رياست يو شمير کارکوونکو او نيمه همغه د زورواک جيب ته رسيده چې اوس هم ياد خيالي ټولګي د پکتيا په هغو سیمو کې شتون لري ، کومې چې د امنیتي ستونزو سره مخ دي او څوک يې د ليدو لپاره هلته ورتللی نه شي .
د پکتيا په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې په زيات شمير داسې ښوونځي اوس هم شتون لري ، کوم چې په بهرنيو هيوادونو کې ځوانان له دوولسم تولګيو فارغوي
ياد ښوونځي د پوهنې رياست د نظارت او تفتيش امريتونو د غفلت او نه پاملرنې نه په ګټې اخستنې سره سيوا له کومې ويرې ياد غيرې قانوني عمل په پرلپسې ډول مخته وړي .
چې په دې کار سره په زرګونو زده کوونکي نه ، بلکې مطلق بې سواده بدمعاشان د دوولسم شهادتنامو لرونکو په کتار کې ودريدل .
د پکتيا د پوهنې رياست سره نیږدې داسې ښوونځی هم شته چې په زرګونو زده کوونکي لري ، خو کله چې څوک ورشي ، يوازې د ګوتو په شمار زده کوونکي هلته تر سترګو کيږي ، یاد ښوونځی هر کال په سلګونو زده کوونکي هم فارغوي
د پکتیا د لرې پرتو ولسواليو په يو شمير ښوونځیو کې مطلق بې سواده او هغه کسان چې هوایي له دوولسم ټولګي فارغ شوي ، د واسطو په پايله کې د ښوونکي په دنده ګمارل شوي .
د پکتيا د لرې پرتو يو شمير ولسواليو د پوهني مديريتونو میراثي بڼه خپله کړې
چې ښه مثال یې د جانخيلو، څمکنيو ، پټان او ....... ولسوالۍ یادولی شو .
د پورته ستونزو په مو جوديت او د پوهنې ریاست د کارکوونکو د نه پاملرنې په پايله کې نن ورځ د پکتيا د پوهنې بهير له زيات دردونکي خالت مخ دی دولت بايد د پکتيا د پوهنې بهير د مثبت بدلون او پياوړتيا په موخه زر تر زره لاس په کار شي
او د پکتياوالو ماشومانو او ځوانانو په سرنوشت باندې لوبې کوونکي بايد د قانون منګلو ته وسپاري .