که غږونه نه وای؟

د ډنډ منځ ته کاڼی ولوېد؛ یوځانګړی اواز ترې پورته شو، ورپام  مې شو چې څپې په کې جوړې شوې وې، ترڅه ځنډ وروسته بیا اوبه زیاتې شوې تر لوړځای تویې شوې شړشړ غږ مې غوږو واخیست ،دا بهیر  څک څک د څاڅکو  په را څېڅېدلو بشپړ شو او  بزګر د بېلچې په ګړنګار د اوبو مخه بیاځلي ډب کړه.

نړۍ  په هر ګوټ کې اوس د کلي نوم  اورېدل کیږي وایي نړۍ کلی دی؛ دا خبره ځګه سمه ده کلیوال یوله بله سره ښه پېژني، راشه او ورشه کې یې هم شتون اونه شتون احساسیږي،خوښي اوخوشحالي یې یوه وي، غم او درد یې یو وي   خبره را څخه اوږده نشي دا هرڅه د تکنالوژی برکت دی چې په شته شېبه کې زموږ غږ هرچا ته د دوی د غبرګون سره رسیږي.
 
اوس نو غږ دی، چې زموږ غوږونه یې په بېلا بېلو ډولونو اوري ، طبیعت کې دا څه تنها په ساه کښو او بې ساه کښو پورې تړلي نه دي؛ زیات څه له ځانه یو اواز لري او همدا څه دي چې چاپېریال موله غږونو ډک دی او د پوهاوي پيغامونه وړي او راوړي
-    غږونه دي چې په اسانۍ سره  د ژبې په حرکت مو غوښتنې پوره کیږي.
-    غږونه دي چې د خبرې کوونکې کس احساسات  خوشحالي ، خفګان او نور درک کولی شو.
-    که چېرته غږونهنه وای د غږ له مخې  به مو یو څه نه پېژندل.
-    غږونه دي چې اورېدل یې  راته دا وخت راکوي ترڅو له ناوړه پېښې بچ شو.

-    غږونه دي چې ترشا یې کتابونه کتابونه کیسې پرتې دي.
-    هر غږ یو پیغام دی خو د پوهېدلو هنر یې له هر چا سره نشته.
-    د نړۍ ټولې ژبې د غږ د ښکلا رنګونه دي ؛ که غواړئ چې دا ښکلا له تاسو سره وي ژبې زده کړئ.
-    غږونه دي چې زیاتره ستونزې په خبرو حلیږي او که نه وای د شیخړو کچه به تر اټکل ډېره لوړه وه.
-    د غږونو او کلیمو مدیریت مو په خپل چاپېریال کې ستاسو د اغېزمنتیا او لا ودې لامل کیږي.
-    کېدای شي چې ډېر غږونه مو نا ارام او یو غږ مو ارام کړي.
-    د  انسان د احساساتو ټولګې ته سرلیک د غږ په مرسته ټاکل کیږي؛ هرڅوک د یوچا خبرې او د خبرو لپاره غوره شوي غږ له مخې دا څه په اسانه ډول څېړلی شي.
 
-    غږ هم ښکلا ده ؛که چېرته نه وای دا زیات شمېر مرغان به په قفس کې نه اوسېدل.
-    لویان هغه دي چې  د وړو وړو غږونو د اورېدو توان ولري.
-    غږونه دي چې د ورځو، میاشتو او کلونو فاصلې یې څوشېبو ته را رسولې دي.
-    غږونه دي؛ چې  سبمولونو ته یې اواز ورکړی دی ،همدغه اوازونه د کلیمو جوړښت منځ ته راوړی دی چې په مانا یې په شته  سیمه کې هر څوک پوهیږي او دې تر څنګ یې له زموږ سره په ټولنیزتوب کې پوره ونډه اخستې ده.
-    د چاپېریال له ارزونې وروسته خپله  وینا په  غږ داسې برابره کړه چې څوک د پردی ونه ګڼي. 
 
-    که غږ مو له مثبتو افکارو سرچینه واخلي اورېدونکي به مو هیلمن شي اوکه له منفي افکارو څخه سرچینه واخلي مخاطبین به مو ناهیلي شي.
-    غږ که هر څومره لنډ وي هم پیغام لري.
هو په هر صورت غږ چې په خوله کې د ژبې په اړولو رااړولو جوړیږي ،مخامخ کېدونکو خلکو پروړاندې د افهام او تفهیم په ځواک سره وړاندې کیږي، د رب العزت هغه نعمت دی چې موږ ته یې را ډالی کړی دی ، د همدغه عظیم ذات شکر پرې ادا کړو او هر چاته د شته برخې  څخه په ګټه اخیستنې خوږ نوم واخلو کوم چې زموږ او تاسو په ټولنه کې مینه خوروي.