زمونږ د بریاوو او ناکامیو اصلي عامل مونږ خپله یو. مونږ باید په پوره مانا د خپل ژوند مالکیت او رهبري په خپل لاس کې واخلو. له نورو څخه تمه او خپل د ژوند پرېکړې نورو ته محول کول او د نورو اجازې ته انتظار مونږ له ناامیدیو سره مخ کوي. ترټولو بده ناامیدي بیا هلته رامینځته کیږي چې مونږ د خپل ژوند یواځي ناکامیانې ځانته منسوب کړو او خپلې بریاوې او لاسته راوړنې مو په بخت، ملګرو، دوستانو او نورو بېروني او محیطي عواملو پورې وتړو.
زمونږ د ناامیدییو لوی دلیل له نورو څخه زمونږ په زیاته توقع کې هم ده. باید پوه شو چېیو زیات شمېر خلک زمونږ او نورو هر ډول غوښتنو ته مثبت ځواب او «هو» وایې حال داچې دوی د هغې غوښتنېټول جوانب نه وي سنجولي او په ډېر تلواره «هو» ویلو سره یېځان د نورو هغو کارونو او غوښتنو ته متعهد کړی وي چې دوییې د ترسره کولو توان او ورته کامله آماده ګي نلري. دوی «نه» ویل ځانته شرم او د غیرت خلاف بولي حال داچې بې مورده وعدې ورکول او په پای کېیې خلک ناامیده کول مناسب کار ندی.
مونږ باید داهم یاد ولرو چې یواځي دا چې یوڅوک نن مونږ په خپل خواکې غواړي ددې مانا نلري چې دوی پدې رابطه او دوستۍ کې صادق دي او واقعا غواړي له مونږ سره د اوږد مهال لپاره پرته له کوم شخصي مقصد او غرض نه ملګرتیا وکړي. متأسفانه یو تعداد خلک کولای شي په ظاهره کېځانښه ملګري او مخلص انسانان دروپېژني او هغه څه چې حقیقت دي پټیې کړي. د خلکو اخلاص د هغوی له عمل نه باید استنباط کړو نه له ویناووڅخه. ښه ملګرې او دوستان مونږ ته په عمل کې ثابتوي چې دوی مخلص دي، پرمونږښه لوروي، بد نه رارسوي، په خوشالۍ مو خوشاله او په خفګان مو خفه کیږي او زمونږ د لانورو بریاوو شیبې شماري. د داسې ملګرتیا او دوستۍ توقع له هرچا څخه زمونږ د ناامیدی سبب کیږي.
نو له نورو خلکو درست درک، خپل توقعات تنظیمول، د خپل ژوند مالکیت په خپل لاس کې اخیستل، پر خپل ځان پوره باور او نه یواځې خپلې ناکامۍ بلکې خپلې بریاوې هم ځانته منسوبول زمونږ ناامیدي ختموي.
وروستي