د یو افغان مهاجر د زړه فرياد

 د مهاجرو کمپ کې پروت يم په بد حال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

دلته کې هره ورځ ماتم دی
هــر ګړۍ ظلم دې ستم دی
دلته د غـــم دپاسه غم دی
نه مې دسرتضمين خوندي دی نه د مال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

وطن مو ټول شولو خراب
د تنظيمونـــو پــه حساب
هر خوا ته  ظلم  دی عذاب
دې  زور واکانو ربه کبر کړې زاوال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

ربه قبول مو کړې دعا
له تا نه غواړو مونږ پناه
که له دې بنده شم رها
په پرديسي کې محتاج ژوند دی دجنجال 
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

اولاد تعلیم ځينې  مــحروم دی
 د دوئ کمک هسې پــه نوم دی
بې وسه ځوان دی که ماشوم دی
ځوانان لويږي بې تعليمه بې کمال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده

ربه وطــن مـــو کـــړی اباد
هرخواتـــه سوله کړې بنياد
دا زور واکان کړی ټول برباد
چې شي خبر زمونږ د زړونو د احوال
خالقه لايزال، که خلاص شم له دې بنده