له ولسمشر غني د عطا محمد نور دوه غبرګې مننې

روهي (يوه نۍ/۱۶ د وږي)، تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د يو فرمان په ترڅ کې د شهيد اوونۍ او په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود د مړينې د ۱۹ کليزې د لمانځنې په پار کمېسيون ټاکلی.

عنایت الله شاداب، مولوي عنایت الله بلیغ، اسدالله خالد، احمد ولي مسعود، ادیب فهیم، جنرال عبدالصبور قانع، د کابل امينه قوماندان، د کابل د ملي امنیت رئیس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي او تخنيکي مرستيال، د ملي راډيو ټلويزيون رئیس او د رجال برجسته عمومي رئيس د دغه کمېسيون غړي ټاکل شوي.

د جمعيت ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور په دې پار له ولسمشر غني مننه کړې، چې د جمعيت ګوند نوی رئیس عنایت الله شاداب يې د کمېسيون غړی ټاکلی.

عطامحمد نور هم دا ډول له ولسمشر غني په دې پار مننه کړې ده، چې عنايت الله شاداب يې د جمعيت ګوند د رئيس په توګه پېژندلی دی.

له دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ په هغه فرمان کې چې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه او غړو په اړه يې خپور کړی وو، صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند د رئيس په توګه لېکل شوی وو. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200906_145831_867.sdoc-->