نوی کابل به د افغانستان ملي بانک سره یوځای شي

ټاکل شوې چې نوی کابل بانک د افغانستان له ملي بانک سره یوځای شي. د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي رسنیو  ته وویلي چې په دې تړاو ناسته هم شوې ده.
 
نوموړي ویلي چې په دې ناسته کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي، د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي، د نوي کابل بانک او ملي بانک رئیسانو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې استازي ګډون کړی وو.
 

دا په داسې حال ده چې کابل بانک څو کاله مخکې د مالي بحران له امله ډېوالي او د حکومت په چوکاټ کې د نوي کابل بانک په نوم ونومول شو.