څه وخت وړاندې د جمعيت ګوند دننه سیاسي اختلاف رامنځ ته او دغه ګوند سره ووېشل شو. د يوې برخې مشري صلاح الدين رباني او د بلې برخې مشري يې عنايت الله شاداب واخېسته.
که څه هم اوسمهال د عطا محمد نور په شتون کې عنايت الله شاداب او د د صلاح الدين رباني په مشرۍ د ګوند بله برخه پر خپلې قانوني مشرۍ تاکيد کوي، خو په حقيقت کې دغه ګوند سره دوه برخې شوی دی.
په رسنیو کې هم صلاح الدين رباني ته د ګوند جنجالي مشر او عنايت الله شاداب د ګوند نوی يا کودتا يي مشر ويل کيږي.
جمعيت ګوند چې د صلاح الدين په مشرۍ برخه يې د حکومت سره مخالفت لري، خو بيا د عنايت الله شاداب په مشرۍ د ګوند بله برخه چې عطامحمد نور هم په کې دی، ډ ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت ملاتړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ د مصالحې عالي شورا د مشرتابه پلاوي په نوملړ کې د صلاح الدين رباني نوم هم ورکړی او د جمعيت ګوند مشر يې ورته لېکلی وو.
خو تازه ولسمشرۍ ماڼۍ نن ورځ د احمد شاه مسعود د مړينې کليزې لپاره يو کمېسيون ټاکلی چې عنایت الله شاداب هم د کمېسيون غړی او دلته ورته د جمعيت ګوند رئيس ويل شوي دي.
د يوې اوونۍ دننه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼو او فرمانونو کې؛ يو ځل صلاح الدين رباني او بل ځل عنایت الله شاداب د جمعيت ګوند د رئيس په توګه پېژندل هغه څه دي چې تر اوسه يې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي او دا نامالومه ده او چې ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې عنايت الله شاداب د جمعيت ګوند د رئيس په توګه وپېژند، چې صلاح الدين رباني په مصالحې عالي شورا کې له خپل غړیتوب ډډه وکړه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200905_175506_191.sdoc-->
وروستي