عبدالله عبدالله: که طالبان د اساسي قانون د تعديل غوښتنه کوي زه ورسره مخالفت نه لرم

روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د حکومت مصالحې عالي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د العربيه رسنۍ انګلېسي برخې سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې که چېرې طالبان د سولې خبرو پر مهال د اساسي قانون د تعديل غوښتنه وکړي، نه له قانوني لارو د اساسي قانون له تعديل سره مخالفت نه لري.

د مصالحې عالي شورا رئيس ويلي چې د سولې مشورتي لويې جرګې هم سولې ته د رسېدو په پار په قانوني لارو د اساسي قانون له تعديل سره هوکړه ښوودلې ده.

د عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې سولې په بين الافغاني خبرو کې د اجنډا لومړۍ موضوع اوږد مهاله اوربند دی.

له بلې خوا يو شمېر حکومتي سرچينو رسنيو ته ویلي دې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ ناستې ښايي عبدالله عبدالله هم دوحې ته لاړ شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_215518_208.sdoc-->