د روغتيا برخه کې د اسيا پراختيايي بانک افغانستان سره ۲۴ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کړې

روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د اسيا پراختيايي بانک افغانستان سره د روغتيا او په ځانګړي ډول کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې ۳۲,۹۵ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کړي. ويل کيږي چې د دغه مرستې تړون ولسمشرۍ ماڼۍ له اسيايي پراختيايي بانک سره لاسليک کړی.

دغه پيسې به د افغانستان دولتي روغتونونو کې د يو شمېر طبي وسایلو پر اخېستو او لسو روغتونونو پر جوړونې خرڅ شي‌.

کابل کې د اسيا پراختيايي بانک رئیس نرندرا سنګرو ويلي چې افغانستان سره د روغتيا او نورو برخو کې د اسيا پراختيايي بانک مرستې به لا دوام ولري.

که څه هم په مېلېونه ډالر مرستې د افغانستان روغتيايي سکتور سره شوې دي، خو اوس هم افغانستان په نړيواله سټانډر روغتيايي چوپړونه نه لري او هر کال په لسګونه زره ناروغان هند او پاکستان ته د درملنې په موخه ځي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_174506_599.sdoc-->