ننګرهار والي: د پاکستان کړنې زمونږ پر خاورې تېری دی؛ ولس دې ډاډه وسي؛ زمونږ سرحدي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتيا لري


روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو د وړاندې راتګ کړنې پر افغان خاورې تېری بللی.

ضياء الحق امرخېل ويلي چې د ډا پاکستان له خوا پر افغان خاورې تيری او زد نړيوالو اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي په يي ویډیوي پيغام کې رسنيو ته ويلي دي؛
"دا ښکاره تجازو او د نړیوالو میثاقونو خلاف کړنه وه. موږ یې غندو. د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو، چې زموږ سرحدي ځواکونه د خپلې خاورې او عزت په کلکه دفاع کوي."

نوموړي ولس ته ډاډ ورکړی دی، چې افغان امنیتي او په ځانګړي ډول پوله ساتي ځواکونه له هېواده د دفاع او خاورې د عزت ساتلو وړتيا لري.

ننګرهار والي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تحرکاتو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

تېر ماښام پاکستاني ځواکونو هڅه کوله چې د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې افغان خاورې دننه يو ټاور جوړ کړي، خو افغان ځواکونو يې مخالفت کړی او مخه يې نيولې ده.

تېر ماښام همدا مساله لامل شوه چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځ ته او په پایله کې يې يو افغان پوله ساتی سرتيری وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې جګړه د شپې پر اته نيمو بجو پای ته ورسېده او اوس مهال وضعيت ارام دی. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_164910_126.sdoc-->