روهي (دوه نۍ/۱۰ د سلواغې)، نېږدې ۵۲ کاله وروسته يوه اسرائيلي الوتکه چې اسرائيلي او امريکايي ډپلماټان په کې سپاره وو، د سعودي عربستان له هوايي حريم تېره او عربي متحده اماراتو کې ښکته شوه.
دغه الوتکه کې د امریکا متحدو ايالتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم جېرډ کوشنر او د اسرائیلو د ملي امنیت سلاکار ناست وو. د ولسمشر ټرمپ په هڅو اسرائيلو او عربي متحده اماراتو رسمي ډپلماټيکې اړيکې پيل کړې.
اسرائيل چې د نړۍ غوڅ اکثريت اسلامي هېوادونه يې په رسميت نه پېژني، اوس مهال عربي متحده اماراتو د دوستۍ تازه اړيکې ور سره پيل او عربي متحده اماراتو د ۱۹۷۲ کال هغه قانون لغوه کړ چې د اسرائيلو په رسميت پېژندل يې منع کړي وو.
ترکيې او ايران د اسرائيلو او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړيکو نوې څپرکي ته غبرګون ښوودلی دی، او دغه اړيکې يې اسلامۍ نړۍ او په ځانګړي ډول فلسطين ولس سره جفا بللې ده.
وروستي